د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه چاودنه: د پوهنتون ۱۱ زده کوونکې نجونه ووژل شوې



کوټه - د بلوچستان په مرکز کوټه کې چاودنه شوې ده.


چاودنه د شنبې پر ماسپښین د ښځو له پاره سردار بهادر خان پوهنتون په بس کې شوې ده. د مرستندویه ادارو کار کوونکو په خبره د پوهنتون بس نجونې کورونو ته رسولو ته تیار وو چې چاودنه وشوه.

د کوټې پولیس مشر میر زبیر محمود مشال راډیو ته وویل، په پېښه کې د پوهنتون ۱۱ زده کوونکې وژل شوې دي او ۱۹ ژوبلې دي.

سردار بهادر خان پوهنتون په کوټه کې پر بروري سړک پروت دی.

دا په بلوچستان د ښځو یوازینی پوهنتون دی. دا پوهنتون په ۲۰۰۴ز کال کې جوړ شوی وو.

ژوبلې شوې نجونه د بولان میډیکل کملېکس او سېول روغتون ته رسول شوې دي.

تر پېښې وروسته امنیتي سرتېرو سیمه په ولکه کې اخیستې ده.

په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

زیارت چاودنه


د کوټې تر چاودنې مخکې ناڅرګندو وسله والو د جمعې او شنبې په شپې د بلوچستان په زیارت سیمه کې د پاکستان د لومړني ګورنر جنرل محمد علي جناح استوګن ځای په چوونکو موادو الوځولی دی.

په کوټه کې د مشال راډیو خبریال د زیارت د پولیسو په حواله وايي، ودانۍ د درو پرله پسې چاودنو په ترځ کې په بشپړه ډول له منځه تللې، او د دې ساتونکی د پولیسو سرتېری محمد طاهر وژل شوی دی.

د دې برید پړه چا نه ده منلې او نه هم پولیس د چا د نیولو ادعا کوي.

محمد علي جناح په نولس سوه اته څلویښتم کال کې تر مړینې مخکې خپلې وروستۍ ورځې شپې دلته تېرې کړې وې.
XS
SM
MD
LG