د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سیکان پر خپل راتلونکې پرېشان



لاس اینجیلس ټایمز ـــــــ په یو راپور کې لیکلي دي ـــــ چې په افغانستان کې سیکان د امتیازي سلوک ښکار دي چې له کبله يي ګڼ سیکان نورو هیوادونو ته په تښتیدو مجبوره شوي دي.


په افغانستان کې د سیکانو د کره شمیرې په اړه څه نه شي ویل کیدلی ـــــ خو د ۵۰۰ کاله پخوانۍ ټولنې خلک چې ــــ د هند لویدیز او له موجوده پاکستانه افغانستان ته په کډه تللي ول ــــ اوس د یو شمیر خطرو سره مخ دي.

ډیر سیکان سوداګر دي او بیلا بیل کاروبارونه کوي ــــ د نورلس سوه نوي په لسیزه کې په افغانستان کې ددوي شمیره ۵۰۰۰۰ وه ـــــ او ددوي ډیر کورونه په جلال اباد، کندهار او غزني کې وو.

ولې په لسیزو خواره جنګونو ، بې قرارۍ او برداشت د نیشتوالي له کبله ـــ دوي مجبوره شو چې نورو هیوادونو ته کډه شي ــــــ د سیکانو د یوې اتحادیې مشر اتوار سنګ خالصه وايي ــــــ اوس په ټول هیواد کې یوازې ۳۷۲ کورنۍ پاتې شوي دي. او د سیکانو د عبادت په اتؤ ځایونو یا ګوردوارو کې یواځې یوه ګوردواره باقي پاتې ده.

افغان سیکان وايي ــــــ په دې خبره ډیر خفه دي چې اکثریتي مسلمانان ورته وايي چې خپل کور ته لاړ شۍ ـــ سره له دې چې دوی له نسلونو راهیسې په افغانستان کې ژوند کوي. دوی زیاتوي د افغان دستور له مخه ددوي مذهبي ازادي ترلاسه ده.

لاس اینجیلس ټایمز لیکي ـــــــــ هغه سیکان چې هند او پاکستان ته تږ غواړي په اسانه ویزې ترلاسه کوي ولې د اروپا ویزه ترلاسه کول اسان نه دي.
XS
SM
MD
LG