د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل وايي پر پاکستان مو وسلې نه دې پلورلې



ډېلي ټیلیګراف ورځپاڼه ليکي چې اسراییل د بریتانیيا د دفاع وزارت لخوا هغه دستاويزات په کلکه رد کړي چې په ۲۰۱۰ م کال د اسراییلو جوړ شوي د ايف ۱۶ الوتکو پورزې او نور جنګي سامانونه پاکستان ته پلورل شوي دي. په دې لړ کې بریتانیيا نورې پلټنې هم پيل کړې.


د اسراییل او هند چارواکې دې خبري ته رسيدلي چې د وسلو سودا شوې، خو دا نه ده مالومه چې دا د اسراییلي حکومت په رضا شوې ده که څنګه؟

ډېلي ټیلیګراف ليکې تيره اونۍ يوې اسراییلي ورځپاڼې خبر ورکړي وو چې اسراییل له ۲۰۰۹ م کاله تر ۲۰۱۱ م کاله پر يو څو اسلامي هيوادونو وسلې خرڅې کړې دي چې په کې مصر او الجيريا هم شامل دي.

ورځپاڼه ليکي چې د اسراییلو د جوړې کړې وسلې ټيکنالوژي پر پاکستان د خرڅولو خبره رد کړې ده. د اسراییلو او د بریتانیيا سرچينو د مالوماتو له مخې دغه شان د وسلو سودا د اسراییل او هند اړيکي اغېزمنولی شي.

ورځپاڼه د يو مشر اسراییلي چارواکي په حواله ليکي چې دا يو حيرانونکې خبره وه، داسې هېڅ قسمه سودا نه ده شوې، له بریتانیيا نه مو د مالوماتو اخیستو غوښتنه کړې.

ورځپاڼه ليکي د اسراییلو د دفاع وزرات روانه اونۍ په سمدستي توګه د وسلو خرڅولو رپورټونو په اړه بيان جاری کړی وو. د بيان له مخې اسراییل له هند سره سټراتيژيکې اړيکي لري. هند په نړۍ کې تر ټولو مضبوطه جمهوریت لري او د اسراییل پشان له ترهګرو ګواښونو سره مخامخ دی. په بيان کې راغلي چې اسراییل چرې هم نه غواړي چې له هند سره پر خپلو ښو اړيکو سودا وکړي.

بلخوا د پاکستان پوځ هم دغه رپورټونه بېبنياده ګرځولي دي.

ورځپاڼه ليکي چې په نړۍ کې اسراییل د ډرون الوتکو او د پوځې نظام سوفټ وېیرونه جوړوي او دا وخت د نړۍ درېیم هېواد دی چې پر هند وسلې پلوري.

ورځپاڼه ليکي، بریتانیيا دې خبرې ته رسيدلې چې د اسراییلو پوځي ټيکنالوژي پر پاکستان پلورل شوې، خو دا لا نه ده مالومه چې د اسرايلي حکومت رضا په کې شامله وه که نه. د برتيانيیې چارواکو وړانديز کړی چې له اسراییل او هند سره د دې معاملې د لا پلټنو لپاره تياره ده.
XS
SM
MD
LG