د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د سولې په نوم مشاعره جوړه شوه




نجیب الله الوخیل
نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د سولې مشاعره جوړه شوه ، په یاده مشاعره کې د نوموړي ولایت ګڼو شاعرانو او فرهنګیانو برخه اخیستې وه، د مشاعرې یو شمیر ګډونوالو دا ډول برنامې د سوله ییز فکر په خورولو کې ګټورې وبللې:


د خوست ولایت مقام په نووښت د سولې مشاعره، چې د ګڼو شاعرانو، فرهنګیانو او سیمه والو په ګډون جوړه شوې وه، شاعرانو په کې خپل او د نورو شاعرانو شعرونه، غزلې ، د سولې په اړه نظمونه، بیتونه او هایکوګانې ولوستې، همدارنګه یو شمیر کسانو په زړه راښوونکي انداز یو شمیر کلامونه د ترنم په انداز ولوستل، چې د حاضرینو د لاسونو په پړاکا او پرله پسې چکچکو بدرګه کیدل.

د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول مبارز محمد ځدراڼ وویل، چې د سولې مشاعره د سولې اوونۍ د پروګرامونو یوه برخه وه، چې د پنجشنبې ورځ د ګڼو شاعرانو په حضور او ګډون جوړه شوه:

((ولایتي ادارې د سولې او ثبات د ټینګښت او لدې پروسې سره د ملتیا په خاطر د خلکو د هڅونې په خاطر روانه اوونۍ د سولې په نامه نومولې وه، چې د هغې په ترڅ کې بیلابیل پروګرامونه ترسره شول، نن تاسو ددې شاهدان یاستئ چې یوه لویه د سولې مشاعره ترسره شوه، په همدې کې زموږ شاعرانو وروڼو په زړه پورې د سولې په اړوند شعرونه زمزمه کړل او زموږ خلکو ته يې په رښتیا چې د سولې پیغامونه ورکړل.))

د سولې په نوم مشاعره کې یو شمیر کسانو د ترنم په انداز ځینې کلامونه زمزمه کړل، چې د حاضرینو د خوښې وړ شول، لاهور جان عابد د شاعر او لیکوال زاهدشاه انګار انتخابي کلام په ډیر ښکلي انداز وړاندې کړ:

لږې وږمې خورې ورې کړه ګله تاته وایم
د ګلابونو شونډې پرې کړه، ګله تا ته وایم.
پر شاړو ځمکو مرغلرې لپه لپه شیندې
په شمار خبرې دوې او درې کړه، ګله تا ته وایم
د مینې زړې دي د ژوند پر دښته وکري ټول
په ټول عالم باندې نارې کړه، ګله تا ته وایم
په مشاعره کې په لسګونو کسانو خپل او د نورو شاعرانو غوره کړي شعرونه ولوستل، چې ګډونوالو يې ګرمه بدرګه کوله، یو تن ځوان شاعر کبیر ریحان هم خپل شعر حاضرینو ته وړاندې کړ:

زه خپل غربت ته په دا یو وخت کې ښیرا کومه
چې کله کله مې ملنګ په دروازه ودریږي
خلک خبر شول اوس تمام ریحان ته ووايئ چې
نور دې زموږ د دروازې په مخکې نه ودریږي.

د مدني ټولنې فعال او په خوست کې د غرغښت په نوم د یو سیمه ییز ټلویزیون مشر سخي سرور میاخیل د سولې مشاعرې په اړه وویل، چې دا ډول برنامې د سوله ییز ذهنیت په خورولو کې ګټور تمامیږي:

((زه چې دا مشاعره ګورم داسې شعرونه او غزل پکې ولوستل شول، چې د پخلاینې لپاره او د جګړې د محوه کولو لپاره يې بهترین پیغامونه درلودل، کچیرته عملاً هم د سولې د راوستلو لپاره کار وشي زه فکر کوم چې ډیر به ګټور تمام شي.))

د یادونې وړ ده په خوست کې ځايي ادارې روانه اوونۍ د سولې په نوم نومولې ده، چې د بیلابیلو حکومتي ادارو، مدني بنسټونو او یو شمیر خپلواکو شخصیتونو له خوا برنامې په لار اچول شوي، چې تیره ورځ د یو تن خوستي ځوان عبدالولي واحدزي له خوا د لکڼو په سیمه کې د زرګونو لوستو ځوانانو تر منځ سیالي په لاره اچول شوې وه او ګټونکو کسانو ته په کې ډالۍ وړاندې شوې.
XS
SM
MD
LG