د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور عدالت په لومړی وار د قبایلي ولس ږغ واورېد



غلام غوث


د چارشنبی پر ورځ په پیښور های کورټ کې د قبا‎ئیلي سیمو د ولس د بنیادی حقونو په اړه د یوه دایر شوي درخواست اوروېدنه وشوه، چې په کې د قباییلي سیمو په اړه د پاکستان د اساسي قانون ماده ۲۴۶ او ماده ۲۴۷ ننګول شوېده.

د دغه دوو مادو له مخې قبایلي سیمې د ولسمشر او بیا د صوبايي ګورنر تر نېغ انتظامي واک لاندې راځي او نه هم د فاټا ولس د مقدموپه لړ کې د پاکستان های کورټ او سپریم کورټ ته خپل درخواست وړای شي. بلکې د فاټا قانوني، قضايي او انتظامي واک له لویه سره په هره اېجنسۍ کې د وفاق له ګمارلي انتظامي مشر پولیټیکل اېجنټ سره وي.

د پیښور های کورټ چېف جسټس دوست محمد خان د درخواست په راروانه اورونه کې د پاکستان مشر څارنوال (اټارنی جنرل) ته د حاضریدو حکم ورکړی دی او دا یې هم ویلي دي چې قباییلي ولس دې هم په راروانه نیټه د دغه کېس په باب د خپل دریځ وړاندې کولو لپاره پیښور های کورټ ته راتللای شي.

په دې لړ کې په پیښور ‌های کورټ کې مرستیال څارنوال( سرکاري وکېل) ډیپټي اټارني جنرل اقبال مومند مشال راډیو ته وویل چې دغه درخواست په پیښور های کورټ کې د خیبر ایجنسې یوه تن غفران او د هغه نورو ملګرو د پاکستان وفاق پر ضد داخل کړی وو او د چارشنبی په ورځ د پیښور های کورټ مشر قاضي (چيف جسټس) د پاکستان مشر څارنوال ته په دغه مقدمې کې د حاضریدو حکم ورکړ.

نوموړی وویل(تر ۲۴۷مادې لاندی قباییلي سیمې د سپریم کورټ او های کورټ تر دائره عمل لاندې نه راځي، هغوی درخواست کړی وو،نو چېف جسټس دا وویل چې له کله نه چې پاکستان جوړ شوی دی له هغه راهیسې د قباییلي سیمو په لړ کې د های کورټ لاسونه په ۲۴۷ ماده تړل شوي دي، چېف جسټس وویل چې څه رنګ څلور صوبی د پاکستان برخه ده نو دغه رنګ قباییلي سیمی هم د پاکستان برخه دي نو په کار ده د قباییلي سیمی ولس ته هم هغه حقونه ورکړل شي چې د نورو سیمو ولس ته حاصل دي)

تر دې وړاندې د پاکستان په سپریم کورټ کې هم د قباییلي سیمې د ولس د حقونو تر پښو لاندی کولو په لړ کې د فاټا وکیلانو اتحادیې لخوا دا ډول درخواست داخل کړل شوی وو خو لا تر دې دمه پر هغه درخواست هېڅ ډول اقدام نه دی شوی.

د فاټا وکیلانو اتحادیې یو مشر کریم مسود ایډوکېټ مشال راډیو ته وویل:(له بده مرغه پر هغه درخواست لا هم عدالت اورېدنه نه ده کړې. د سپریم کورټ جرګګۍ یا بېنچونه په نورو حکومتی مسئلو کې ښکېل دي،خو دلته چې کوم درخواست د نور عالم خان ایډوکېټ په لاس داخل کړل شوی دی نو پیښور های کورټ دې ته ځکه توجه ورکړه چې یو خو قباییلي سیمې له دې صوبې سره لګیدلې دي او بله دا چې چېف جسټس له دې علاقې خبر دی او په قبائیلو کې چې کوم حقونه وهل کېږي. له هغو خبر دی)

د ډپټی اټارنی جنرل اقبال مومند په خبره په قباییلي سیمو کې د ولس د بنیادی حقونو په لړ کې د دې درخواست راروانه اورېدنه به څوارلس ورځې وروسته په پیښور های کورټ کې په داسی ورځ کېږی چې عدالت له نورو کارونو فارغه وي او د اقبال مومند په خبره چيف جسټس دوست محمد خان ویلی دي چې د قباییلي سیمی ولس دې هم د دې اورېدنې ته راوغوښتل شي چې هغوی هم خپل خپل دریځ وړاندې کړي.
XS
SM
MD
LG