د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران او طالبانو خپلوي



د انسټیټیوټ فار وار اېنډ پیس رپوټینګ (جنګ او امن رپوټولو اداره) خپل یو رپوټ کې لیکي تهران ته د افغان طالبانو د پلاوي تګ څرګندوي چې ایران په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته خپل اثر رسوخ زیاتول غواړي.


دا رپوټ لیکي که څه هم ایران په دې هکله په رسمي توګه څه نه دي ویلي خو طالبانو د دې سفر تصدیق کړی او ویلي یې دي چې په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر استازو د ایران په بلنه دغه هېواد ته دوره کړې ده.

رپورټ زیاتوي د طالبانو او ایران ترمنځه تر ډېره تعلقات کړکیچن پاتې شوي دي ځکه چې طالبان له سني مسلک سره تعلق لري او ایران شیعه اکثریتي هېواد دی. هم دغه وجه وه چې د طالبانو په واکمنۍ کې ایران د هغوی له مخالفې ډلې شمالي ټلوالې سره مرسته کوله.

خو څارونکي په دې نظر دي چې د مسلکي اختلاف باوجود په تیرو څو کلونو کې ایران او طالبان یو بل ته نزدې شوي دي ځکه چې د دوی دښمن یو دی یعنې دواړه خواوې له امریکا سره دښمني لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG