د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د حق او عدالت ګوند غونډه وکړه



جلال اباد: افغانستان د ختيځ زون په کچه د حق او عدالت ګوند يوه مشورتي غونډه د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې د چهارشنبې په ورځ تر سره کړه چې په سلګونو تنو په کې برخه لرله.


په دغه غونډه کې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه په کې خلکو ته د برخې اخيستو پيغام نغښتې و.

اوس چې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو لپاره تر يوه کال هم کمه موده پاتې ده، د افغانستان يو شمير سياسي ګوندونه فعال شوي او په بيلابيلو ولايتونو کې مشورتي غونډې جوړوي او له نورو ګوندونو سره ايتلافونه کوي.

په دې سياسي ګوندونو کې يو هم د حق او عدالت ګوند دی چې خپلې هڅې يې ګړندۍ کړي او په ولايتونو کې خلکو ته د حق او عدالت د پلي کولو تر څنګ په راتلوونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو په ټاکنو د برخې اخيستې پيغام ورکوي.

په دې لړ ياد ګوند د چهارشنبې په ورځ په جلال اباد کې د افغانستان د ختيځ زون په کچه يوه غونډه رابللې وه چې شمير سلګونو تنو ته رسيدو.


د حق او عدالت د ګوند مرستيال پوهنمل معين مرستيال په دې اړه مشال راډيو ته وويل:


(( د راتلوونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه موږ دا پيغام خلکو ته وړاندې کوو چې دوی بايد په انتخاباتو کې په پراخه سطحه ګډون وکړي، د کارتونو په لاسته راوړلو کې دوی بايد هڅه وکړي، په ولسمشريزو او ولايتي شوراد ټاکنو لپاره ښځې او نر د خپلو ازادو رايو په کارولو سره راتلوونکي نظام ،رهبري او راتلوونکی دولت د خپلو ارادو په اساس بايد وټاکي.))

د افغانستان په ختيځ کې د حق او عدالت د ګوند استازي مولانا جلال الدين شينواري وويل، چې د دوی ګوندې د دې خبرې ته ژمن دی چې د حق او عدالت نظام به په ملک کې نافذوي:

(( حق او عدالت زموږ پيغام دی چې انشا الله چې په افغانستان کې به يې پلی کوو. فقط حق او عدالت دی چې ټولو غميزو او ناحوالو ته به د پای ټکی کېږدي او انشاالله په دې استقامت او عنوان او شعار لاندې به کار کوو. ولس،قومونو او د افغانستان خلکو ته به ثابيتوو چې واقعاٌ حق غواړو او په افغانستان کې عدالت تامينوو. او د افغانستان ولس ته به له همدې لارې خدمت کوو.))

دا چې د حق او عدالت ګوند به په راتلوونکو ولسمشريزو ټاکنو کې خپل کانديد ولري او که له نورو ګوندونو سره به ايتلاف وکړي، د دې پوښتنې په ځواب کې د ګوند مرستيال معين مرستيال باجوړي وويل:


(( تر اوسه پورې موږ د سياسي ګوندونو او ايتلافونو د شورا په همکارۍ کې يو. خو دومره په اطمنان سره ويلي شم چې يوه همفکري، همنظري او هم غږي وجود لري او د حق او عدالت ګوند د احزابو او سياسي ګوندونو او ايتلافونو په بهير کې يو له هغو مطرحو ګوندونو سره دی چې په راتلوونکو انتخاباتو کې که دا ډله ييز وي او که په مستقيل ډول وي موږ به په يوه قوت سره په انتخاباتو کې ګډون ولرو.))

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو لپاره په داسې حال کې سلا مشورې رواني دي چې لا د مخه د ټاکنو خپلواک کميسيون خبردارې ورکړی دی چې په هغه سيمو کې چې په بشپړه توګه امنيت نه وي تامين شوی، نه به د رايو ورکولو کارتونه وويشل شي او نه به هم د رايو ورکولو مرکزونه پرانستل شي.
XS
SM
MD
LG