د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد خان اڅکزی ولې د بلوچستان ګورنر شو؟


د بلوچستان نوی ګورنر محمد خان اڅکزی
د بلوچستان نوی ګورنر محمد خان اڅکزی


پراګ : پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مې پر یوولسمه نېټه په انتخاباتو کې تر پراخې کامیابۍ وروسته نه یوازې د بلوچستان د حکومت برخه جوړه شوېده بلکې په لومړي ځل د صوبې نوی ګورنر هم د دوی په خوښه ټاکلی شوی دی.


د بلوچستان نوی ټاکل شوی ګورنر محمد خان اڅکزی یو پخوانی بېوروکرېټ دی او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر محمود خان اڅکزي مشر ورور دی.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په غوښتنه د بلوچستان د نوي ګورنر له ټاکل کېدو سره که یو پلو د دې پارټۍ هغه غوښتنه پوره شوې ده چې د صوبې له وزیراعلی او ګورنر څخه یو باید پښتون وي. خو بلې خواته بیا په سیاسي کړیو او ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه پوښتنې راپورته شوې دي چې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ولې د یو پخواني بیوروکرېټ پر ځای خپل یو سیاسي غړی ونه ټاکی.

ځینې خلک د پخواني بیوروکرېټ محمد خان اڅکزي د ټاکلو پرېکړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي له هغه دریځ سره هم په تضاد کې بولي چې د پاکستان د نګران وزیراعظم لپاره یې د یو پاخه سیاسي شخصیت غوښتنه کړې وه.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مرکزي سیکرټري جنرل اکرم شاه خان په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې محمدخان اڅکزی یې د هغه د قابلیت ، ایماندارۍ او زیارکښۍ پر اساس غوره کړی دی.

له اکرم شاه خان څخه چې کله د خپل ګوند د یو سیاسي غړي پر ځای د یو پخواني بیوروکرېټ د ټاکنې په اړه وپوښتل شو نو هغه وویل

:ً محمد خان اڅکزی په پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ کې زیږېدلی دی او په هغه وخت کې لا له خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي سره ملګری وو چې محمود خان اڅکزی لا د سکول طالب علم ووً.


او ځینې بیا د بلوچستان د ګورنر په توګه د محمد خان اڅکزي ټاکل کېده د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له سیاسي مشرانو سره یوه بې انصافي بولي.

خو د پښتونخوا مېپ مرکزي سیکرټري جنرل اکرم شاه خان وايي ، د دوی پارټۍ د خپلو غړو روزنه داسې نه ده کړې چې یوازې دې د چوکیو لپاره سیاست وکړي.

نوموړي وویل:

ً که د بلوچستان د ټولې صوبې سیټونه هم پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ وګټي چې شمېر یې شاوخوا پنځوس جوړېږي خو دا ګوند په لسګونه زره غړي لري او د دې امکان نشته چې ټول دې اسمبلۍ ته ولاړ شي او یا دې نورې چوکۍ تر لاسه کړي ً.


په کوټه کې د بلوچستان پر حالاتو نظر لرونکی خبریال سید علی شاه وايي ، د ځینو خلکو نیوکې پر خپل ځای خو پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د صوبې د ګورنرۍ لپاره یو ډېر وړ کس ټاکلی دی.

د سید علي شاه په وینا ، محمد خان اڅکزی نه یوازې انتظامي تجربه لري بلکې د پښتون قومي تحریک برخه هم پاتې شوی دی.

سید علي شاه زیاته کړه :


” د نوي ټاکل شوي ګورنر محمد خان اڅکزي یوازنی کمزوری اړخ دا دی چې نوموړی د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر محمود خان اڅکزي ورور دی. “


د محمد خان اڅکزي له ټاکنې دا پوښتنه هم راپورته کېږي چې ایا له پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره بل داسې وړ کس نه وو که څنګه چې د صوبې په تاریخ کې یې په لومړۍ ځل تر لاسه کړې چوکۍ ده ته وسپارله؟

اکرم شاه خان د دې پوښتنې په ځواب کې وايي، ً پښتونخوا ملي عوامۍ پارټۍ د وزارتونو او ګورنرۍ لپاره ښه صلاحیت لرونکي کسان لري خو د دوی هدف د ګورنرۍ کول نه بلکې د خپلې پارټۍ ساتل او پر مخ بیول دي او د دوی لپاره پارټۍ تر هر څه مهمه دهً.


د یادونې وړ ده چې محمد خان اڅکزی به د بلوچستان صوبې د درویشتم او د پښتنو ملت پالو په غوښتنه د راغلي لومړي ګورنر په حېث سوګند پورته کوي.

تر محمد خان اڅکزي وړاندې په بلوچستان صوبه کې له ۱۹۷۰م کاله راهيسې په مجموعې توګه ۲۲ ګورنرانو دندې تر سره کړې دي. چې په کې ۱۱ یې ازاد ، شپږ د پوځ له خوا ټاکل شوي ، یو د نېشنل عوامي پارټۍ ، یو د جمهوري وطن پارټۍ ، یو د پاکستان مسلم لیګ (ن) او دوه د پاکستان پپلز پارټۍ ګورنران پاتې شوي دي.
XS
SM
MD
LG