د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی د نړۍ ستونزمن ولسمشر


د ۲۰۱۳ میلادي کال د جون میاشتې ۹ مه
دوحه، د قطر هېواد


د بروکنګز انسټیټوت د رئیس مرستیال او د دغه انسټیټوت د بهرني سیاست د څانګې مشر مارټین اینډک د امریکا او اسلامي نړۍ په لسم کنفرانس کې خپله وینا د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته ځانګړې کړې وه.


ولسمشر کرزی داسې یو شخصیت دی چې معرفي ته اړتیا نه لري په ځانګړي ډول تاسو ګډونوالو ته. حامد کرزی البته د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولسم ولسمشر دی.


لومړی ځل د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته د ۲۰۰۱ میلادي کال د دسمبر میاشتې په ۵ مه ، نوموړی د افغانستان د موقتې ادارې د رئیس په حیث وټاکل شو او له هغه وروسته د لویې جرګې تایید یې ترلاسه کړ.

په ۲۰۰۴ میلادي کال کې، حامد کرزی د انتخاباتو له لارې د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو او په ۲۰۰۹ میلادي کال کې یو ځل بیا د انتخاباتو له لارې د افغانستان ولسمشر شو.

د نوموړي ملګري د امریکا پخوانی سفیر ښاغلي راین کراکر یو مهال ویلي و چې په نړۍ کې ولسمشرکرزی تر ټولو ستونزمنه دنده لري.

دې ترڅنګ، غواړم زیاته کړم چې شاید په نړۍ کې د جمهور رئیس کرزي دنده ترټولو سخته اوسي.

کرزي دغه دنده د تېرو یولسو کلونو په ترڅ ترسره کړې ده.

اوس مهال په ځوانې خو فعالې ډموکراسۍ کې ، ولسمشرحامد کرزی د قدرت د سوله ییز انتقال لپاره زمینه مساعدوي چې له سیاسي پلوه دا خورا ستونزمن کار دی.

له ټولو ستونزو سره سره، ولسمشر کرزي د افغان امنیتي ځواکونو د جوړونې او روزنې د چارو ریاست په غاړه درلود چې اوس مهال په ټول هېواد کې د طالبانو په وړاندې د جګړې مشري کوي.

د ولسمشر کرزي تر مشرتابه لاندې، د افغانستان اقتصاد په کال کې ۸ سلنه وده کوي، موږ وایو چې ایکاش په امریکا کې موږ داسې اقتصادي وده لرلې وای. ده داسې شرایط رامنځ ته کړي چې په کې ځوان افغان نسل د پام وړ وړتیا او ژمنه ښيي په داسې حال کې چې دغه ځوانانو په حکومت او په خصوصي سکټور کې لوړ موقفونه ترلاسه کړي دي.

ولسمشر کرزی د داسې یو کابینې ریاست په غاړه لري چې په کې قومي ترکیب په پام کې نیول شوی دی او د نوموړي تر مشرۍ لاندې، په افغانستان کې هغه ډول فرقه ییز تاوتریخوالی لیدل شوی نه دی چې د مینځني ختیز په نورو سیمو کې خورا زیات تر سترګو کېږي، نو نن ورځ د ولسمشرحامد کرزي د مشرۍ په برکت، نهه میلونه افغان ماشومان ښوونځیو ته د زده کړې لپاره ځي له دغه شمېر نه ۴۰ سلنه یې انجونې دي، چې د ۲۰۰۱ میلادي کال په پرتله کله چې ده قدرت ترلاسه کړ، هغه مهال له نیم میلونو څخه لږ ماشومان ښوونځیو ته تلل.

ښاغلی ولسمشر!

زه غواړم تاسو ته د ځینو افغان نجونو په هکله یو شخصي قصه وکړم چې تاسو د دوی لپاره د زده کړې زمینه مساعده کړې ده. امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د تحصیلي پروګرامونو د یو پروګرام له لارې، چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې میرمن سوننشاین په خپلو خبرو کې ورته څو شیبې مخکې اشاره وکړه.

"زه او زما کوژدنه د دوو افغان نجونو کوربه توب کوو چې په امریکا کې خپلې ثانوي زده کړې د دغه پروګرام له مخې پرمخ وړي او دا دوه کاله کېږي چې موږ ته د دغو نجونو او په افغانستان کې د هغوی د ژوند په اړه د پوهیدلو ویاړ را په برخه شوی دی.

دا دوه انجونې مشید او آزاده نومیږي. په دې وروستیو کې مشید له لیسې نه فارغه شوه او د نوموړې د فراغت په مراسمو کې مې ګډون وکړ. هغه بیرته افغانستان ته د خپلې ستاژ دورې د بشپړولو لپاره ځي.

مشید پنځه زره کتابونه راټول کړي دي او موږ کابل ته د دغو کتابونه د انتقال په برخه کې ورسره مرسته کوو.

مشید او د ده ورور غواړي چې په افغانستان کې په انګریزي ژبه لومړی عامه کتابتون پرانیزي. دا د افغان نجونو د وړتیا او لیاقت یو د باور وړ مثال دی چې ستاسو په هېواد کې او ستاسو په مرسته دا پرمختګ رامنځ ته شوی دی.

تېره شپه کله چې مشید او آزاده ته مې وویلې چې ما ته دا ویاړ را په برخه شوی ترڅو جمهور رئیس کرزی دغه غونډې ته وروپیژنم، دوی ماته وویلې:

هیله ده زموږ په استازیتوب له ولسمشر کرزي نه مننه وکړﺉ او ورڅخه وغواړﺉ چې له موږ سره دا ژمنه وکړﺉ چې نور به افغان نجونې د زده کړې له نعمت څخه بیا نه بی برخې کېږي.

ما ورته وویلې چې زه بشپړ ډاډ لرم چې تاسو به دا ژمنه د هغه رهبرۍ پر اساس کوﺉ چې له وړاندې مو په ډاګه کړې ده.

ښاغلی ولسمشر! له تاسو نه مننه کوم چې د دویم ځل لپاره مو د اسلامي نړۍ او امریکا په کنفرانس کې ګډون وکړ.
XS
SM
MD
LG