د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا کې انفارمیشن افسران لګول کېږي



فرهاد شینواری

په فاټا سیکرټریټ کې د ډایرېکټرېټ آف انفارمیشن فاټا چارواکی وايي چې دوی په اوو قبایلی ایجنیسو کې په اول ځل د اطلاعاتو یا انفارمیشن آفیسر چوکیو منظوري ورکړې ده،او ډیر زر به په هره قبایلی ایجنسۍ کې یو یو انفارمیشن آفیسر ولګوي.


د دوی په خبره له دې سره به په قبایلی سیمو کې د میډیا او خبریالانو معلوماتو ته رسايي اسانه شي.

چارواکي وايي دغه انفارمیشن افسران به د پولیټیکل چارواکو د هلو ځلو، ترقیاتی کارونو، صحت، او د تعلیم په شمول داسې نورو برخو کې میډیا ته معلومات ورکوي. دوی به د پولیټیکل چارواکو، عامو خلکو او د میډیا ترمنځه به د یو پل کردار ادا کوي.

په دې حقله د فاټا سیکرټریټ ویاند فضل الله مشال ریډيو ته وايي چې(( اکثر به د میډیا ادارو له خوا داسې شکایتونه راتلل چې په قبایلی سیمو کې د پولیټیکل چارواکو له میډیا سره تعاون ډیر کم دی، او د معلوماتو په ترلاسه کولو کې ورته ډیر مشکلات دي نو د دې له پاره موږ دغه منصوبه تیاره کړې ده چې په دستي توګه به په اوو قبایلی ایجنیسو کې یو یو انفارمیشن آفیسر ولګوو،او له دې سره به د خبریالانو ستونځې هوارې شي))

دقبایلی خبریالانو تنظیم ټرایبل یونین آف جرنلسټس مرکزي جنرل سیکرټری محبوب آپریدی وايي چې(( له دې سره به د قبایلی خبریالانو معلوماتو ته رسايي زر کیږی خو باید دې انفارمیشن افسرانو ته په دې سیمو کې د امنیت د ستونځو او ناوړه پیښو د رامنځ ته کیدو په حقله هم میډیا ته د معلوماتو ورکولو اختیار ورکړل شي))

دا چې له دې انفارمیشن افسرانو سره به دغه اختیار وي او که نه؟په دې حقله د فاټا سیکرټریټ ویاند فضل الله وايي چې(( که په دې قبایلي سیمو کې د امینت کومه ستونځه وي او یاهم څه پیښه پکې رامنځ ته شي نو موږ د میډیا هرې ادارې ته په دې اړه مخکې هم معلومات ورکړي دي او بیا به یې هم ورکوو،او دغه انفارمیشن افسران به هم تل هڅه کوي چې میډیا ته هر ډول معلومات ورکړي))

نوموړی زیاته کړه چې اوس په فاټا سیکرټریټ کې د ډایریکټوریټ آف انفارمیشن فاټا په نامه یوه مضبوطه اداره جوړه شوې ده او د دې له پاره په کالني ترقیاتي پروګرام (اې ډي پي) کې بجټ بیل کړل شوی دی او دا به اوس د قبایلی سیمو په ترقۍ کې یو فعاله رول لوبوي.
XS
SM
MD
LG