د لاسرسي ځای

تازه خبر

”په پکتيا کې ۹۰ فيصده بهرني وسلوال جنګيږي “



د پکتيا ولايتي چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولايت په لرو پرتو ولسواليو او سيمو کې د افغان دولت ضدوسلوالو ترڅنګ په زياته کچه بهرني وسلوال فعاليت کوي.


چارواکي وايي، په پکتيا کې د بهرنيو وسلوالو شمېر زيات شوی دی، خو دا نه وايي، چې په کومو سيمو کې او شمېر يې څومره ته رسيږي، خو د دې ولايت ولايتي شورا د افغان دولت ضد بهرنيو وسلوالو شمېر په سلو کې ۹۰ فيصده يادوي.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل وايي په دې ولايت کې د افغان وسلوالو شمېر کم او د مجبوريت له مخې ورسره په ليکو کې برخه اخلي،خو د دغو وسلوالو په ليکو کې اکثره بهرني وسلوال جنګيالي دي :

” زموږ او تاسې وطني طالبان په حقيقت باندې پوی شوي دي،اکثره زړه نه ښه کوي خو يو تعداد يې مجبوره دي چې برخه ورسره اخلي،نو اوس د دوی په ليکو کې اکثره بهرني طالبان دي، عرب ،چيچنيان او پاکستاني طالبان ورسره دي“

د پکتيا ولايت د ډېرو سيمو اوسېدونکي وايي چې په کليو او بانډو کې يې بهرني وسلوال ليدلي او په ډېرو ځايونو کې يې خلک له چلند څخه په تنګ شوي هم دي، د زرمت يو اوسېدونکي چې مشال راډيو سره يې په ټليفون خبرې کولې وويل :

” د زرمت په اکثرو سيمو کې بهرني طالبان شته، عرب، چيچنايان او پاکستاني طالبان ليدل کيږي، اکثره يې د زرمت په دولتزو، مموزو او سهاکو سيمو کې ليدل کيږي او ښکاره ګرځي“

د بهرنيو وسلوالو د زياتوالي خبره د پکتيا ولايتي شورا هم تايدوي وايي دوی د سيمو د خلکو له خولې کره مالومات ترلاسه کړي دي چې د دې ولايت په لرو پرتو کليو او بانډو کې بهرني وسلوال فعاليت کوي.

د پکتيا ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي وايي، د دې وسلوالو شمېر له پخوا څخه ډېر زيات شوی، دی وايي په سلو کې ۹۰ فيصده يې بهرني وسلوال جنګيالي دي چې په دې ولايت کې د دولت ضد فعاليت کوي او د ده په خبره چې د دوی له چلند څخه د سيمې خلک هم په تنګ شوي دي: ” اوس د طالبانو په صفوفو کې لس فيصده داخلي طالبان دي او ۹۰ فيصده يې خارجي طالبان او مخالفين دي چې خلک د دوی له چلند نه په تنګ راغلي دي، له خلکو په زوره ډوډۍ غواړي، د دوی موټر په زوره بيايي چې دوی له يو ځای څخه بل ځای ته انتقال کړي، چې خلک د دوی له دې عمل څخه په تنګ راغلي او موږ ته يې زنګونه کړي دي چې له دولت سره اړيکه ونيسو چې په دې برخه کې تصميم ونيسي “

کتونکي او د چارو کارپوهان د بهرنيو وسلوالو د زياتوالي لامل په سيمه کې د افغان طالبانو کموالی په ګوته کوي، وايي د هغو وسلوالو شمېر چې په دې ولايت کې به يې پخوا په جګړو کې برخه اخيسته کم شوی دی.

خبريال او کتونکی اسدالله دلاور وايي چې د بهرنيو وسلوالو شمېر ځکه زيات شوی دی چې د سيمې وسلوال طالبان يا له هيواده بهر مزدوريو پسې ووتل او يا يې هم په هيواد کې د ننه کاروبار پيل کړی او له جګړې لاس په سر شوي دي:

”د بهرنيو وسلوالو د زياتېدلو يو لامل دا دی چې خپله باندې په تېرو څو کلونو کې افغان وسلوالو طالبانو ډېرو يې له جګړو لاس اخيستی، ډېر يې عربو هيوادونو ته د مزدورۍ په موخه تللي ، ځينې يې په پاکستان کې په کار بوخت شوي او ډېرو يې دلته په افغانستان کې کاروبار پيل کړی دی، نو د دې په خاطر چې دا ليکې کمزورې نه شي هغه چا چې هغه که پاکستان دی که بهرنۍ استختباراتي کړۍ نو دغو ليکو ته يې بهرني جنګيالي رالېږلي چې په دې کې عرب،چيچنيايان او پاکستاني حتی د ازبکستان هم ځينې جنګيالي په دې ليکو کې شته“

دا خبرې په داسې حال کې کيږي چې د دې ولايت په جانخېلو، وزې ځدراڼ، ښواک، ګرده څېړۍ، زرمت او پټان ولسواليو کې امنيتي وضعيت د سيمې د خلکو په خبره ورځ تر بلې د بهرنيواو افغان وسلوالو د ګډو بريدونو او سړک غاړې بمي چاودنو له وجې خرابيږي.

داود تپان

XS
SM
MD
LG