د لاسرسي ځای

تازه خبر

زابل کې شپږ تنه ځانمرګي بريدګر ووژل شول




د زابل سيمه ييز چارواکي وايي، نن تر غرمې مخکې د دغه ولايت په ولايتي شورا يوې ډلې ځانمرګو بريد کړی خو وايي، تر بېخې لنډې نښتې وروسته ټول ځانمرګي وژل شوي دي. دوی وايي، په پېښه کې د ولايتي شورا د يوې غړې په ګډون اتلس تنه ژوبل دي.


د ځانمرګو يوې شپږ کسيزې ډلې نن تر غرمې مخکې د يوولسو بجو په شاو خوا کې د زابل پر ولايتي شورا بريد وکړ، خو د چارواکيو په خبره، د بريد په لومړيو څو دقيقو کې شپږ واړه ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي دي.

چارواکي وايي، په لومړي سر کې يو تن ځانمرګي چې له چاودېدونکو موادو په ډک موټر کې سپور وو، د ولايتې شورا ودانۍ ته څېرمه ځان چوولی دی. او وروسته پاتې نورو غوښتل ودانۍ ته ننوزي خو په همدغه شېبه کې ټول د افغان سرتېرو له خوا وژل شوي دي.

بريد او نښته په داسې يوه سيمه کې شوې، چې بريد ګرو کولای شوای ورڅخه په يو وخت په ولايتي شورا، د چټک غبرګون پر قطعه، د ټولټاکنو لپاره د نوم ليکنې پر دفتر او ځينو نورو دولتي ودانيو بريدونه وکړي.

د زابل د امنيت امير غلام جيلاني فراهي وايي، په پېښه کې نور چاته زيان نه دی اوښتی او يوازې بريد کوونکي وژل شوي دي.

"تر غرمې مخکې شپږ نفرو انتحاريانو له يو فلاينګ کوچ موټر سره غوښتل چې، له موقعې څخه په استفاده په ولايتي شورا بريد وکړي. په دوی کې يو تن خپل موټر ته انفجار ورکړ او نورو هڅه کوله چې، ولايتي شورا ته ننوزي خو زموږ سرتېرو په څو دقيقې کې پاتې پنځه ځانمرګي هم وژلي دي. په دغه پېښه کې سرتېرو او عامو خلکو ته زيان نه دی اوښتی."

خو د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار بيا وايي، چې په پېښه کې د ولايتي شورا د يوې غړې په ګډون اتلس تنه ژوبل شوي دي.

دی وايي، په ژوبلو شويو کسانو کې درې تنه د ولايتي شورا د غړو ساتونکي او پاتې نور ټول ملکي وکړي دي.

"يو بريدګر له يو غټ موټر څخه په استفاده ځان ته انفجار ورکړی دی. چې مالي زيانونه يې اړولي دي. خو پنځه تنه نور ځانمرګي په هماغو اولو دقايقو کې زموږ د مېړنيو سرتېرو له خوا له پښو غورځول شوي دي، چې جسدونه او وسلې يې اوس هم پر ميدان پراته دي. په لومړۍ چاودنه کې زموږ د ولايتي شورا د يوې ښځينه غړې په ګډون اتلس تنه ټپيان شوي دي. چې درې پکې د ولايتي شورا د غړو ساتونکي او پاتې نور ټول عام وګړي دي."

د بريدونو مسووليت وسله وال طالبان مني.

قاري يوسف احمدي چې ځان د طالبانو وياند بولي وايي، چې بريد د دوی ملګرو کړی دی.
دی وايي، په بريد کې د ولايتي شورا ودانۍ نړېدلې او يو شمېر غړو ته يې مرګ ژوبله اوښتې خو دقيقه شمېره يې ورته نه ده مالومه.

شاو خوا دوه مياشتې وړاندې هم په کلات کې په ځانمرګي کې بريد کې پنځه بهرنيان او يو افغان ډاکټر وژل شوي وو، خو د زابل والي ورڅخه روغ وتلی وو.
XS
SM
MD
LG