د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هر ماشوم ته به په مورنۍ ژبه تعلیم ورکوو"


ډاکټر مالک بلوڅ لوړه کوي
ډاکټر مالک بلوڅ لوړه کوي

د بلوچستان اسمبلۍ د یکشنبې پر ورځ په یوه خله د نېشنل پارټۍ مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د صوبې نوی وزیراعلا منتخب کړ. تر منتخیبېدو وروسته اسمبلۍ ته په خپله وينا کې ډاکټر مالک بلوڅ وویل ؛ په صوبه کې د امنيت وضع ښه کول، د خراب شويو مړيو لړۍ بندول، تری تم شوي کسان موندل، په مورنيو ژبو ماشومانو ته زده کړې ورکول، سپارښتونه او وي ای پي کلچر ختمول به يې له لومړيتوبونو وي؛.


ډاکټر مالک بلوڅ پر وسله والو بلوڅانو ږغ وکړ، چې له دوی سره دې خبرو ته کښېني، او په خبرو به په ګډه د صوبې ستونځې هوارې کړي؛.

؛ زه ستاسو په له لارې له ټولو سیاسي ګوندونو، د بلوچستان له ټول ولس او له ټولو وسله والو څخه خواست کوم. چې موږ بايد په يوه مېز سره کښېنو. او خپلې غوښتنې يوه بل ته سره کښېږدو. زه باور لرم چې د پاکستان سیاسي او عسکري قيادت به د دې ستونځو حل ضرور راوباسي؛.

ډاکټر عبدالمالک بلوڅ چې شاوخوا څلوېښت دقيقې يې په اردو ژبه په اسمبلۍ کې وينا وکړه، د صوبې شاوخوا ټولې ستونځې يې بیان او د هغوي د هوارولو هوډ يې څرګند کړ. نوموړي له تعليمه نیولې تر صحته او بیا له ږوبه نيولې تر ګوادره د ټولو سیمو د وګړيو د بېروزګارۍ، په سیمو کې د برق نشتوالی، د سياحت پاملرنه او دېری نورې ستونځې په ګوته کړې، چې ورسره يې د ټولو ستونځو د هوارېدو ژمنه هم وکړه. ډاکټر مالک بلوڅ په خپله وینا کې زیاته کړه

؛ راسئ چې موږ ټول د خدای تعالی او د اولس په مخ کې دا لوز وکړو، چې د هغه ښوونکي او هغه ډاکټر سفارش به نه کوو، چې هغه ډيوټي نه کوي. که چېري موږ په دې قول کې کاميابه شوو، او ما دا ښوونکی او ډاکټر ډيوټي ته نه راوستل، نو تاسو چې بیا کومه سزا راکوئ، زه ورته تیار يم؛.

د بلوچستان نوي وزیراعلی په سرکاري چارواکو ږغ وکړ، اوس وخت بدل شوی، او موږ بايد په دې سر خلاص کړو چې نور هغه کلچر اوس نشته، چې په سفارش به هرڅه کېدل... د نېشنل ګوند مشر وویل داسې وزیراعلی به نه وي، چې اسلام اباد يې په هر څه کار ولري... او هيڅ څوک به هم دې ته پرې نه ږدي، چې د پارليمان په پرېکړو کې لاسوهنه وکړي. مالک بلوڅ وویل لږ وخت وزیراعلی وو او که ډېر وخت،،، له عزت سره به وخت تېروي.

؛ زه تاسو ته باور درکوم چې يوه ورځ وزیراعلی وم او که پنځه کاله... زه به په هیڅ صورت هغه کار ونه کړم چې په پاکستان کې یا په بلوچستان کې د اسمبلۍ د غړيو بې عزتي وي. او موږ به دا ثابتوو چې موږ عزت داره خلک يو؛.

د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې له پنځه شپېته غړيو څخه پنځه پنځوس غړيو ګډون درلود. له وزیراعلی سره سره شاوخوا شلو غړيو اسمبلۍ ته ويناوي وکړې... چې ټولو په اردو ژبه ويناوي وکړې... خو د مسلم لیګ سمينه خان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نصرالله زیري بیا په پښتو کې خپله وينا وکړه...

د اسمبلۍ تردې غونډي وروسته په ګورنرهاوس کې نوي منتخب شوي وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ سوګند پورته کړ، چې داسې نوموړی د بلوچستان شلم وزیراعلی يا د منتخب شوې اسمبلۍ قايد ایوان شو...
XS
SM
MD
LG