د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په ډرون برید امریکايي سفارت ته احتجاج کړی


اسلام اباد - وروسته له هغه چې په شمالی وزيرستان کې د امريکا د يوې بې پېلوټه الوتکې په بريد کې اووه مشکوک وسلوال ووژل شول، د پاکستان نوي حکومت د امريکا يو عالي رتبه استازى وروغوښت او خپل اعتراض يې ورته وړاندې کړ.


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند اعزاز احمد چودري وايي، دغه اعتراض پرون د امريکا ناظم الامور ريچارد هوګلاند Richard Hoagland ته وسپارل شو:

((حقيقت ته په پام سره د ډرون دغه بريد وروسته له هغې شوى، چې نوى حکومت تشکيل شو، د دې ځانګړي اعتراض اهميت له دې حقيقت څخه څرګندېږي، چې وزيراعظم نواز شريف په خپله لارښوونې او دستورونه ورکړي او اعتراض په لوړه کچه امريکايي لوري ته وسپارل شو))

په شمالی وزيرستان کې د امريکا د بې پايلته الوتکو د جمعې او شنبې تر منځ د شپې په داسي حال کې شوی چې د تيري چارشنبي پر ورځ نواز شريف د پاکستان د نوي وزيراعظم په توګه سوګند پورته کړ.

نواز شريف ډرون بريدونه د پاکستان له ملي حاکميت څخه سرغړونه ګرځولی وه.

شمالي وزیرستان د حقاني شبکې او نورو وسله والو ډلو مرکز ګڼل کېږي.

امریکا دریځ لري چې له شمالي وزیرستانه وسله وال افغانستان ته ځي او هلته ترهګرې حملې کوي.

په دې وروستیو کې امریکايي ولسمشر باراک اوباما د ترهګرۍ او امنیت په اړه د خپلې رسمي تګلارې بیانولو پر وخت ډرون بریدونه قانوني او موثره بللي ول.

څو ورځې مخکې په یوه ډرون برید کې د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر ولي الرحمان وژل شوی وو.
XS
SM
MD
LG