د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د ماشومانو اصلاح مرکز نوې وداني جوړه شوه


خوست - د ماشومانو د اصلاح مرکز وداني چې د امریکا د پوځ د قانون واکمنۍ څانګې له خوا د نېږدې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اووه میاشتو په موده کې بشپړه شوې ده، د یکشنبې په ورځ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.


د نوموړې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې خوست والي عبدالجبار نعیمي حاضرینو ته وویل، چې د دې مرکز پخوانۍ وداني په ډېره بد حالت کې وه او د ژوند شرایط په کې ډېر بې مناسبه ول.

ده وویل، په دې ودانیو کې د نجونو او هلکانو له پاره د استوګنې بیل بیل شرایط برابر شوي او د عدلیې له ریاسته يې هم وغوښتل چې ډېر ژر دې له دې ودانیو څخه عملاً ګټه اخیستنه پیل کړي:

((نن موږ او تاسو د دارالتادیب پرانیسته وکړه، چې اووه میاشتې مخکې يې کار پیل شوی وو، د تعمیر لګښت ۱۶ میلیونه اته لکه اوه شپیته زره افغانۍ دی. د امریکا د پوځ د قانون د حاکمیت څانګې له خوا د دې ودانۍ پیسې ورکړل شوي او په یو جریب ځمکه کې دا ودانۍ جوړه شوې ده.
په دې تعمیر کې هم د ښځینه او هم د نارینوو د استوګنې له پاره ځان، ځانته تدابیر شته دي، ددې تعمیر اړتیا په خوست کې بې کچې ډېره وه، همدا اوس هغه تعمیر چې په کې دارالتادیب موجود دی، هغه په بدترین حالت کې دی، زه امید واره یم چې د عدلیې محترم ریاست ژر تر ژر له دې ودانیو څخه ګټه واخلي.))


د ماشومانو اصلاح مرکز نوې وداني
د ماشومانو اصلاح مرکز نوې وداني
د خوست عدلیې رییس قانون ګل هم مشال راډیو سره په خبرو کې د ماشومانو د اصلاح په مرکز کې د ۱۲ تنو محجوزینو د شتون یادونه وکړه، چې په بېلابېلو سیاسي او جنايي مسایلو کې د لاس لرلو په تور په بند کې دي.

ده د پخواني مرکز ناوړه شرایط یاد کړل او ویې ویل، چې ددې ودانیو څخه په ګټه اخیستنې سره به يې ډېری ستونزې حل شي:

((تر اوسه پورې موږ په کرايي کور کې اوسیدو، چې د هغې شرایط بالکل خراب وو، د اوبو، برق او د اتاقونو سیستم يې منظم نه وو، تاسو وینئ چې یوازې دیرش لمریز څراغونه د چاردیوالۍ په دیوالونو نصب شوي دي، دا مرکز به درسته شپه رڼا وي او کوم مشکل به نه وي، د فعلاً له پاره ۱۲ تنه محجوزین راسره دي.))

د خوست د سولې شورا رئیس مولوي حنیف شاه حسیني په خپلو خبرو کې د سیمه ییزې ادارې له دې اقدام څخه قدرداني وکړه او ویې ویل،چې په دې ودانیو کې ماشومانو اوتنکیو زلمیانو له پاره د حرفې، استوګنې اولوبو ښه شرایط برابر شويدي:

((په خوست کې چې ما دارالتادیب پخوا لیدلی وو، هغه یوه بندیخانه وه، ډېر د تکلیف ځای وو، تشنابونه يې نه درلودل، غسل خانې يې نه درلودې، ددوی د استوګنې ځایونه یا داسې ځای چې لوبې په کې وکړي، د ټوپکي لوبې په کې وکړي نه يې درلوده، دا ځای چې ما ولیده په رښتیا ډېر مناسب ځای دی.
څومره چې زه په کې وګرځیدم د درس له پاره په کې ځای شته، ددوی د غسل او لوبو له پاره ځایونه شته، هر چا چې په دې لګښت کړی ښه يې کړي دي، سیمه ییزې ادارې هم دې له پاره ډېر مناسب ځای خوښ کړی دی، ښه ځای يې خوښ کړی دی او ډېر مناسب ځای يې جوړ کړی دی، زه ترې ډېر ممنون یم.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي سولې اوونۍ سره د دې ودانیو د مناسبت په اړه وویل، چې په دې اونۍ کې به هر مثبت پرمختګ د سولې له پاره وي او موږ به خلکو ته وښیوو، چې دلته د امن او ابادۍ له پاره قدمونه اخیستل کیږي:

((هره خښته چې په دې اوونۍ کې کیښودل کیږي، هره پرانیسته چې په دې موده کې کیږي هغه د سولې په تړاو کیږي، زما توقوع داده چې په دې اوونۍ کې هره ورځ افتتاحګانې ولرو او هره ورځ داسې زیري خلکو ته ورکړو، چې په دې وطن کې ابادي کیږي، په دې وطن کې ترقي کیږي، په دې کې د سوکالۍ او امن له پاره قدمونه اخیستل کیږي، دا ولس ته بهترین زیری دی، دا ولس ته بهترین د سولې او امن پیغام دی.))

د یادونې وړ ده په خوست کې تیره ورځ هم د سولې اوونۍ په مناسبت د متون غونډۍ د استوګنې درې سوه کورونو ته برښنا ورکړل شوه او او سیدونکي يې له اوږده انتظار وروسته د برښنا له نعمته برخمن شول.
XS
SM
MD
LG