د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر قطر ته د غونډې له پاره تللی دی


پراګ - ولسمشر حامد کرزی د یکشنبې پر ورځ د امریکا او د اسلامي نړۍ د اړیکو د پراختیا په نړیوال کنفرانس کې د ګډون له پاره دوحې ته رسېدلی دی.


د ولسمشر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، له کرزي سره په دې سفر کې یو لوړپوړی پلاوی ملګری دی.

دا کنفرانس د (خبرو اترو یوې لسیزې) په نوم جوړ شوی چې موخه یې د امریکا او اسلامي هیوادونو د اړیکو د پراختیا له پاره د دې غونډې د لسمې کالیزې لمانځل دي.

خبر پاڼه وايي، ولسمشر کرزی به د امریکا او اسلامي نړۍ ترمنځ د ښو اړیکو د پراختیا دې نړیوال کنفرانس ته وینا وکړي.

د پاکستان تګلاره دا ده چې افغانان لس وارې په څپېړه ووهي او بیا وايي چې موږ ملګري یو.
امر الله صالح
په دوحې کې د (د خبرو اترو یوې لسیزې) په نوم غونډه دوه ورځې دوام کوي او جریان یې په ژوندۍ بڼه په لاندې ورکړل شوې ووبپاڼې خپرېږي.

د بروکېنګز انسټي ټیوشن - امریکا و اسلامي نړۍ کنفرانس

دې غونډې ته په خبرو کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح پر پاکستان د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو د ملاتړ تور ولګاوه او له غربي نړۍ یې غوښتنه وکړه چې دا حقیقت باید له پامه و نه غورځوي چې د وسله والو طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو مرکزونه په پاکستان کې دي.

ده وویل: ((هغه څه چې موږ یې د افغانانو په توګه د پاکستان دولت ته وړاندیز کوو دا دی: منو چې تاسې د پخواني شوروي په وخت افغانانو ته ځای ورکړی وو، هره ورځ میلیونونه افغانان له میلیونونه پاکستانیانو سره په اړیکه کې دي او سمه ده چې د خلکو ترمنځ اړیکي فوق العاعده دي خو تاسې باید د ملا عمر د له منځه تللي امارت په رسمیت پېژندل پای ته ورسوئ او د کابل حکومت د افغانستان مشروع حکومت په توګه وپيژنئ. که تاسې له نا دولتي سرچینو او هغو ډلو سره چې تاسې یې په افغانستان کې د برلاسه کېدو هیله لرئ، معاملې بندې کړئ تاسې په افغانستان کې مشروع نفوذ ترلاسه کولای شئ او هغه تشویشونه حل کولای شئ چې ښايي افغانستان د پاکستان پر ضد وکارول شي.))

صالح د خپلې وینا پر وخت وویل: ((د پاکستان تګلاره دا ده چې افغانان لس وارې په څپېړه ووهي او بیا وايي چې موږ ملګري یو. دې پالیسۍ په تېرو دوو لسیزو کې کار نه دی ورکړی.
دوی زموږ پر هدیرو بمباري کړې، زموږ هوټلونه یې په بمونو والوزول، زموږ سیاسي مشران یې ووژل، زموږ د ولسمشر وژلو هڅه یې وکړه خو بیا وايي چې موږ د ترهګرۍ قربانیانو یو. دا د افغانانو له پاره ډېره سخته ده چې باور وکړي چې دوی د تروریزم قربانیان دي په داسې حال کې چې دوی په خپله دا اقرار کوي چې د طالبانو ملاتړ کوي.))

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر خبر پاڼه وايي، کرزی او دوحې ته ورسره تللی پلاوی به پر سیمه ییزو مسایلو د افغانستان دریځ څرګند کړي او په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت په اړه به د اسلامي هیوادونو د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړي.

په دوحه کې د دې کنفرانس یو بل هدف په افغانستان او پاکستان کې د سیاسي تغیراتو څرنګوالی او پر سیمه ییز ثبات او امنیت د هغو پر اغېز خبرې کول دي.

قطر د خیلج له هغو هیوادونو دی چې په افغانستان کې د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې په بهیر کې د همکارۍ له پاره یې د طالبانو یو شمېر استازو ته ځای ورکړی.
XS
SM
MD
LG