د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې پولیس او د عوامي نیشنل ګوند غړي وژل شوي


کراچۍ - پولیس چارواکي وایي، د یکشنبې (اتوار) پر سهار د پاکستان کراچۍ ښار په پټېل پاړه کې نامالومه وسله والو د پولیسو په ګاړي ډزې کړي دي.


د کراچۍ د پولیسو ویاند عمران شوکت مشال راډیو ته ویلي دي د پېښې پر وخت د پولیسو ګاډی په سېمه کې په ګزمه وو چې د وسله وال برید ښکار شو.

په دې حمله کې درې پولیسان ژوبل شول چې دوه یې وروسته مړه شول.

د پي آی بي تاڼې پولیس افسر راشد تر پېښې وروسته مشال ته ویلي چې زخمي شوي درې واړه پولیس سرتېري د دوی د تاڼې دي.

د هغه په وینا، په زخمي شویو پولیسانو کې دوه سرتېري مړه شوي او د درېیم حالت مرګونی دی.

د خالي پر ورځ هم د پټېل پاړې په سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند دوه عهدېداران او یو پولیس سرتېری وژل شوي ول.

د عوامي نیشنل ګوند د سېند صوبې ویاند عبدالمالک وایي، وژل شوي دواړه کسان د دوی د ګوند مخکښ او سرګرم غړي او له تېرې اوږدې مودې راهیسې د دوی د ګوند د پټېل پاړې د سېمې عهدیداران ول:

((نوید اعوان او محمد سرافراز د پټېل پاړې د وارډ صدر او جنرل سیکرټري ول. دوی له خپل روټین سره سم له چوک سره نېږدې ناست ول چې له شپږو تراتو پورې وسله وال راغلي او پر دوی یې ډزې کړي دي.))

د عبدالمالک په خبره د دواړو وژل شویو کسانو د جنازې مراسم د اتوار پر ورځ تر ماسپښین وروسته په لسبېله څلور لاره کې ادا کېږي.

د هغه په وینا، د لنډ مهالي حکومت او تر هغې وروسته، تر دې دمه د ګوند ۴۱ پلویان او خواخوږي په ورته حملو کې وژل شوي دي.

تر اوسه د دې وژنو پړه چا نه ده منلې.

تر دې مخکې د پاکستان وسله والو طالبانو پر امنیتي سرتېرو او د عوامي نیشنل ګوند پر غړو او مشرانو د حملو ذمه وارۍ منلې دي.
XS
SM
MD
LG