د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د کورنیو چارو نوی وزیر به امنیت ټینګ کړي؟



پراګ - په داسې حال کې چې په پاکستان کې په بېلابېلو ترهګرو بريدونو کې په زرګونو خلک وژل شوي او بې امنۍ د اقتصاد په خرابۍ کې هم خپل رول لوبولی، وفاقي حکومت وايي چې امنيت راوستلو له پاره به د صوبو سره په شريکه کار کوي.


د پاکستان د کورنيوو چارو نوي وزیر، چودري نثار علي خان ويلي چې په پاکستان کې د امنيت راوستو له پاره ډير کار د صوبې د حکومتونو پرغاړه دی او دوی به د وفاقي حکومت په حيث صوبو سره په دې لړ کې مرسته کوي. هغه تېره ورځ خبريالانو ته وويل:

((دا وخت ملک ته د سياست نه بلکې د بهترۍ ضرورت دی. په خيبر پښتونخوا کې به د تحريک انصاف او سند کې به د پيپلز ګوند د حکومتونو سره نيزدې رابطه هم ساتو او مرسته به هم ورسره کوو. د امنيت ښه ساتلو له پاره به صوبايي حکومتونو سره په دوو برخو کې پوره پوره ملاتړ او همکاري کوو. يو د استخباراتي يا جاسوسي معلوماتو د شريکو او بل چې دوی په هرځای کې له موږ څخه وفاقي امنيتي ځواکونو وغواړي، موږ به يې په ورکولو کې وخت نه لګوو. هغوی سره به نيزې رابطه ساتو.))

د دهشتګردۍ د ختمولو له پاره که خبرې کوي او کومه بله لار کاروي، موږ ورسره ملګري يو
پروېز خټک
د South Asia Terrorism Portal په نامه ويب سايټ چې په جنوبي ايشيا کې له ترهګرۍ اوښتي زيانونو ښمېرې ساتي، ليکي چې پاکستان کې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د ترهګرۍ په بېلابېلو پيښو کې شپاړس زره اوه سوه اته اولسي وګړي، پنځه زره يوسل او پنځوس امنيتي ځواکونو او شپږ ويشت زره دوه سوه پنځه شپيته ترهګر وژل شوي. د پاکستان حکومت د ولسي وګړو مرګ ژوبله تر دې هم ډيره ښئ.

پرون د خیبر پښتونخوا حکمران ګوند تحريک انصاف د امنيت او صوبې د نورو مسلو په اړه د ټولو ګوندونو يوه غونډه هم راغوښتي وه خو د دې ګوند د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر، پروېز خټک څو ورځې وړاندې خبريالانو ته ويلي وو چې په صوبه کې د جرمونو مخنيوي د هغوی او د ترهګرۍ مخنيوی د مرکزي حکومت کار دی.

((موږ دا توقع کوو چې وفاق د امنيت راوستو له پاره يوه پاليسي جوړه کړي. د دهشتګردۍ د ختمولو له پاره که خبرې کوي او کومه بله لار کاروي، موږ ورسره ملګري يو. د امنيت ساتل د مرکز کار دی. پر موږ يې زمه واري نه راځي. موږ خو غواړو خپله صوبه بچ کړو چې دلته دهشتګردي نه وي. موږ به خپل پوليس قوي کوو. د غلاګانو مخنيوی به کوو. د خلکو د تښتولو مخنيوی به کوو. د خپلې صوبې دننه به د امنيت ساتلو له پاره کار کوو. که مرکز موږ سره مرسته ونه کړي نو بيا به موږ مکمل احتجاج کوو ځکه چې بيا به موږ داسې ګڼو چې زموږ د صوبې چې کومه تباهي کيږي، هغه د وفاقي حکومت له وجې کيږي او وفاق د پښتنو او خیبر پښتونخوا سره زياتی کوي.))

چودري نثار پخوا شمالي وزيرستان ته د پوځ د تګ مخالفت کړی وو خو هغه وخت هغوی په اپوزيشن کې وو. اوس چې دا په حکومت کې دي او پوه سړی هم دی نو د پوځ خبره به واوري
پخوانی برېګېډییر اسد منیر
د پاکستاني پوځ او د دوی د جاسوسي ادارې (آيي، ايس، آيي) يو پخوانی افسر بريګيډيیر اسد منير وايي د ترهګرۍ او بې امنۍ سره د مبارزې له پاره مرکزي حکومت پاليسي لري خو عملي کول يې ضروري دي.

((پاليسي شته او هغه دا ده چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې يو دا وي چې د خپلو ادارو حفاظت به څنګه کوو. دا د دې ادارې د مشر زمه واري وي. دوهمه خبره د ترهګرۍ ضد کار دی. دې کې تاسي وګورۍ چې په ۲۰۰۸ يا ۲۰۰۹ کاله پورې [د پاکستان] په اتلسو انتظامي يونيټو کې طالبان وو. اوس يوازې په دوو کې پاتې دي. دا شپاړس يې چې ترې اخيستي. دا ترې پوځ په زور اخيستي دي. په دې هر يو کې مذاکرات شوي خو د هغې تر ناکامۍ وروسته پوځ مجبوره شوی چې په زوره يې ترې واخلي.))

پخوانی بريګيډيير اسد منير وايي، پاکستان کې د پوره امنيت راوستل د ترهګرۍ د ختمېدو پورې اړه لري او د مسلم ليګ نون د کورنيوو چارو وزير، چودري نثار علي خان بايد چې پوځ ته د هغوی د غوښتنې مطابق داسې سياسي ملاتړ ورکړي چې هغوی په شمالي وزيرستان کې د ترهګرو خوندي ځايونه ختم کړي:

((چودري نثار پخوا شمالي وزيرستان ته د پوځ د تګ مخالفت کړی وو خو هغه وخت هغوی په اپوزيشن کې وو. اوس چې دا په حکومت کې دي او پوه سړی هم دی نو د پوځ خبره به واوري. پوځ به ورته ووايي چې دا مسله په خبرو اترو نه حل کيږي او د ترهګرو پر ضد پوځي عمليات پکار دي.))

ياده دي وي چې خیبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت او مرکز کې د مسلم ليګ نون ډلې دواړو پاکستان کې د امن راوستلو له پاره تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو خبره کړي. طالبانو مخکې ويلي وو چې د پوځ سره د خبرو له پاره دې د مسلم ليګ نون ډلې مشر، نواز شريف ضامن شي خو دې وروستيوو کې يې په ډرون بريد کې د دوی د مرستيال مشر تر وژل کېدو وروسته دا وړانديز واپس اخيستی.
XS
SM
MD
LG