د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د (سولې اوونۍ) غونډې کېږي


خوست - هغه مراسم چې تیره ورځ د ولایت مقام له خوا د سولې په نوم د روانې اونۍ د نومونې په موخه د سولې شورا په ولایتي ودانۍ کې جوړ شوي ول، په کې ګڼو حکومتي مامورینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او د برنامې نورو مینه والو برخه اخیستې وه.


په ناسته کې یادونه وشوه، چې د سولې اونۍ په ټوله موده کې به حکومتي ادارې، ورزشي فدراسیونونه، رسنۍ، د معارف او لوړو زده کړو موسسې، ټولنیز سازمانونه، مدني بنسټونه او نور هیوادپاله خوځښتونه په خپلو برخو کې د سولې په اړه ځانګړې برنامې پلي کوي.

د خوست والي عبدالجبار نعیمي هغه پیغام چې د سولې اونۍ په مناسبت د ده، د ویاند مبارز محمد ځدراڼ له خوا ولوستل شو، پکې له خلکو غوښتنه شوې، چې د قومي شخړو په هواري کې دې مرستې وکړي، په پیغام کې د افغان حکومت پر وسلوالو مخالفانو هم غږ شوی، چې له جنګه دې لاس واخلي او دخپل هیواد په سمسورتیا کې دې سهیم شي:

((که څه هم ولایتي ادارې په وروستیو دریو کالونو کې په لسګونو قومي دعوې او لانجې هوارې کړي او یا هم د هواریدو په درشل کې دي، خو بیا هم د هغو ټولو کسانو څخه چې د خپلو شخصي او یا نورو ناروا ګټو لپاره پدې قومي جنجالونو او د ستونزو په ایجاد کې لاس لري، غوښتنه کوم چې دنیوي او اخروي ژوند ته په پام سره له دغو کارونو لاس واخلي، همداشان په ټولو وسلوالو مخالفینو، چې د دولت پر ضد يې په یوه او بله نامه وسله اخیستې او په مقاومت يې لاس پورې کړی دی، هم غږ کوم چې وطن مور ده، راشئ د سولې پروسې سره یو ځای شئ، د خپلو ولسونو او جنګ ځپلي خاورې په ابادۍ، ارامۍ او پرمختګ کې د نورو افغانانو وروڼو تر څنګ ونډه واخلئ.))

قومي مشر حاجي رسول محمد خان تڼي مشال راډیو سره په خبرو کې د ولایت مقام د ا نووښت وستایه او ويې ویل دا ډول برنامې کولای شي لږ ترلږه په خلکو کې د سولې غږ او د سوله غوښتنې مفکوره خپره کړي:

((د سولې لپاره هر کار او هر قدم چې اخیستل کیږي، یا هر حرکت چې پدې موخه ترسره کیږي افغانان يې مني، نتیجه که ډیره ورکوي او یا لږه، مګر بیا هم د سولې تږي دي، دا د سولې د اونۍ په نوم د ولایت مقام په نووښت نیک قدم دی،اقلاً یا لږ تر لږه پدې اونۍ کې خو به سولې ته تبلیغ وشي، موږ د قومي مشرانو په استازوالۍ ویلی شو، چې دا قدم دې خدای بختور کړي او دا قدم دې خدای وکړي، چې اوږد شي او ښه نتیجه ورکړي.))

لیکوال او ژورنالیست زاهد شاه انګار د رسنیو له استازیو، شاعرانو، لیکوالو او فرهنګیانو وغوښتل، چې پدې اونۍ کې د سولې غږ د خپراوي لپاره په ګډه کار وکړي، تر څو خدای وکړي، چې سولې ته خلک ورلنډ شي:

((دا دی په خوست کې د سولې اونۍ اعلان شوه، د نورو برخو تر څنګ په رسنیو باندې غږ وشو، چې باید د سولې لپاره کار وکړي، هغه که سیمه ییزې رسنۍ دي او که په ملي یا نړیواله کچه دي، چې په خوست کې خبریالان لري او دلته وویل شول، چې د سولې لپاره به د روانې اونۍ په موده کې یوه مشاعره جوړیږي، همداشان رسنۍ بیا په ځانګړي ډول راډیوګانې د دوی غږ هر کور ته رسیږي او هرې کورنۍ ته، نو پکار ده چې پدې اونۍ کې رسنۍ، لیکوالان او شاعران او فرهنګیان ګډ کار وکړي، تر څو که خدای وکا چې ورو، ورو موږه د سولې په خوا ورنېږدې شو.))

ټاکل شوې د روانې هفتې په پای کې د سولې اوونۍ د ټولیزو فعالیتونو د څرنګوالي او ارزونې لپاره په خوست کې یو لوی کلتوري پروګرام جوړ شي. د یادونې وړ ده پدې موده کې به د سولې په تړاو بحثونه، د سولې کارونونه، تفریحي برنامې، ورزشي لوبې او نور په زړه پوې پروګرامونه ترسره شي، چې د خوست چارواکي تمه لري په یادو ټولنیزو پروګرامونو کې به خلک په پراخه کچه ونډه واخلي.
XS
SM
MD
LG