د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست ښار کې ګڼو کورونو ته برېښنا ورسېده


د خوست متون غونډۍ
د خوست متون غونډۍ


نجیب الله الوخیل
د خوست ښار په د متون غونډۍ ګڼو کورونو ته برېښنا ورسېدله. په دې باب د خوست برېښنا شرکت مشر انجینر مائیل شاه د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې مشال راډیو ته وویل، چې خواوشا 301 کورونه به له برېښنا برخمن شي او د دې په تعقیب به یو شمیر نورو سیمو،حکومتي او غیر دولتي ادارو او نویو ښاري پروژو ته د برېښنا مزي وغځول شي:

((ددې ترانسفرمر یا شبکې په فعالولو سره د متون تپه، چې یوه تاریخي تپه ده او تاریخي ارزښت لري، پکې به 301 بابه کورونه د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي، په دې شبکې څوارلس میلیونه دوه لکه شپږ شپیته زره افغانۍ لګښت راغلی دی، وروسته ددې شبکې له مونتاژ څخه به موږ د خوست برېښنا شرکت پرسونل نورو ساحاتو ته لکه دوولس سوه فامیلیو ته، اداري کمپلیکس، شیخ زاید پوهنتون به تر خپل پوښښ لاندې ونیسو او دخوست ښاري شبکه به د اوس په پرتله زیات پراخوالۍ پیدا کړي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي د متون غونډۍ کورونو ته د برېښنا د غځونې او فعالولو په مراسمو کې وویل، چې برېښنا ته لاسرسی ددې پروژې د خلکو د کالونو، کالونو ارمان وو، او ده هیله څرګنده کړه، چې یاده شبکه به نورو نویو پروژو ته هم خپل فعالیتونه وغځوي:

((له کالونو، کالونو راپدېخوا د متون غونډۍ د پروژې اوسیدونکو د برېښنا د اړتیا لپاره اتظار ایسته، خوشبختانه نن به 301 کورونه د برېښنا له هغه اسانتیا څخه چې غوښتنه يې درلوده برخمن شي او زه امیدواره یم، چې د برېښنا شرکت د خوست ښار هغه پاتې ساحې چې پکې رسمي ادارې او رهایشي کورونه دي، همدارنګه شیخ زاید پوهنتون، اداري کمپلیکس، ولایتي شفاخانې او دغو ټولو ته به برېښنا ورسیږي او دا ټولې ساحې به د برېښنا تر پوښښ لاندې راشي.))

د یادونې وړ ده دا مهال په خوست کې د استوګنې د نویو ښاري پروژو تر څلورو زرو ډیر کورونه د برېښنا، اوبو او نورو ښاري خدمتونو څخه بې برخې دي، چې په پرله پسې توګه له حکومته په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.
XS
SM
MD
LG