د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې نړیوال سپورټس کمپلېکس جوړیږی




فرهاد شینواری

د فاټا سیکرټریټ چارواکي وايي، چې د خیبر پښتونخوا ګورنر انجنیر شوکت الله خان په امر یې د خیبر ایجنسۍ په جمرود شاه کس سیمه کې د یوې نړیوالې کچې لوبو میدان (سپورټس کمپلېکس) جوړولو پرېکړه کړې ده.


دوی وايي چې د فاټا سپورټس کمپلېکس په نامه په دې منصوبه به څه له پاسه ۱۰۰ میلونه روپۍ لګښت راځی خو په دستی توګه به ورته د فا ټا راراوان(۲۰۱۳-۱۴) کالني ترقیاتی پروګرام (اي ډی پی) کې خوا وشا ۵۹ میلونه روپۍ بیلوي او دا به په ۶۰۰ کناله زمکه باندې جوړیږی.

د فاټا سپورټس ډایریکټر فیصل جمیل شاه مشال ریډیو ته وویل چې(( دا به په پاکستان کې یو جدید سپورټس کمپلېکس وي، دا به د قبایلی لوبغاړو له پاره وي او له وزیرستانه تر باجوړ پورې لوبغاړی ترې ګټې پورته کولی شي.

په دې کې به د کرکټ، فټبال، او هاکۍ ځان ځان ته میدانونه وي، همدارنګ به په کې والي بال،باسکټ بال، مارشل آرټ، بېډمېنټن،او ټېبل ټېنيس له پاره جدا جدا تالارونه وي،او سکواش کورټ،لان ټینیس کورټ، لامبو تالابونه یا سویمنګ پل، ورزشي یا فټنس جیم او داسې یو شمیر نورو لوبو ځایونه به هم پکې وي،او د جینکو او هلکانو له پاره به پکې بیل بیل هاسټلونه هم وي. ))

د خیبر قبایلی سیمې یو مشر شاه حسین شینوارۍ وايي چې ((موږ د ګورنر د دغه ګام ستاینه کړو او زما په خیال به دا د قبایلی سیمو په تاریخ کې یوه لویه پروژه دوي او له دې سره به د قبایلی سیمو لوبغاړو ضرورتونه پوره شي))

د خیبر ایجنسۍ په جمرود شاه کس سیمه کې د بین المللی معیار سپورټس کمپلېکس د جوړیدو د اعلان په اړه د دغې سیمې د کرکټ یو لوبغاړی محمد آصف وايي چې (( زه کله دې سپورټس کمپلېکس نه خبر شوم نو ډیر خوشاله شوم،موږ ته د داسې میدانونو ډیر ضرورت دی دا ځکه چې دا اوس هم په خاورو کې د باسکټ بال لوبه کوو،او هیڅ اسانتیاوې نه لرو))

د فاټا کرکټ ټیم یو وتلی لوبغاړی سید حسین وايي چې: ((دا خو د خوشالۍ خبره د،خو چې په دې باندې په عملی توګه کار وکړل شي دا نه چې تر اعلانونو پورې محدوده وي،او اصل خوشالي به دا وي چې کله دغه منصوبه سر ته ورسي او موږ پکې لوبې پیل کړو))

دا چې حکومت دې منصوبې ته عملی جامه ورکولو کې څومره دلچسپي لري؟ په دې حقله د فاټا سپورټس ډایریکټر فیصل جمیل شاه وايي چې(( د خیبر پښتونخوا ګورنر انجنیر شوکت الله پکې په خپله دلچسپی اخیستې ده او هغوی غواړی چې دا ضرور جوړ شي،او امید دی چې دا ځل د فاټا په (اي ډي پي) کې شامل شي،او دا به کومه بهرنۍ تعمیراتي کمپنۍ جوړوي او په دې مو کار پیل کړی دی))

یاده دې وي چې په قبایلی سیمو کې په بیلا بیلو لوبو کې یو شمیر د نړیوالې کچې لوبغاړي شته او دوی له تیرې اوږدې مودې راهیسې دغه غوښتنه کوي چې د دوی له پاره دې د یو بین المللي معیار لوبو میدان په قبایلی سیمه کې جوړ کړل شی.
XS
SM
MD
LG