د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا نوی حکومت پر وزارتونو نه جوړېږي


خالد خان پېښور

په خیبر پښتونخوا کې د اعلا وزیر او دوو سینیېر وزیرانو د خپلو چوکو سوګند پورته کولو یوه اوونۍ وروستو هم لا پاکستان تحریک انصاف او د دوی اتحادي ګوندونه له یو بل سره د وزارتونو په معامله جوړ جاړي ته نه دي رسېدلي.


د پي ټي آی یوه لوړ پوړي چارواکي په وینا تحریک انصاف او جماعت اسلامي په مینځ کې د تعلیم وزارت پر سر اختلاف لا هم دوام لري.

د نوم نه ښودلو په شرط د پاکستان تحریک انصاف یو مشر مشال ریډیو ته وویل چې نړیوال او ملکی مر ستندویه ادارې او مدني ټولنې د دوی پر ګوند فشار اچوي چې د تعلیم وزارت جماعت اسلامي ته ورنه کړي.

د ده په وینا جماعت اسلامي د تعلیم وزارت په غوښتنه کلک ولاړ دی نو ځکه صوبايي کابینه کې د وزیرانو نومونه لا تراوسه نه دي اعلان شوي.

د تحریک انصاف یو صوبايي مشر او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی شاه فرمان وايي چې اېتلافي حکومتونو کې دغه شان ستونزې راځي.

بلخوا په پېښور کې د سیاسي چارو کار پوه او خبریال شمیم شاهد وايي، چې په تحریک انصاف کې دننه اول په خپلو کې د وزارت اعلا پر چوکۍ جګړه وه اواوس د عامو وزارتونو له پاره د یو بل پښې راکاږی – ده زیاته کړه چې تحریک انصاف ،جماعت اسلامي او قامي وطن پارټۍ بیلا بیل سیاسي نظر او تګ لاره لری نو ځکه دوی خپلمنځ کې هم د وزارتونو په تقسیم پخلا نه ښکاري–

ویل کېږی چې موجوده وزیراعلی پرویز خټک تر سوګند پورته کولو مخکې د حکومت په معاملو کې ګوتې وهل پیل کړې وې او له لنډ مهاله حکومت سره یې پر ځینو مسلو اختلاف هم مخې ته راغلی وو-

دغه خبره د لنډ مهاله حکومت د اطلاعاتو وزیرې میرمن مسرت قدیم هم تائیدوي او وايي، د دوی حکومت غوښتل چې تلونکې کابینې ته یوه رسمي او الوداعي غونډه جوړه کړي او بیا رسنوسره خبرې وکړي –خو دوی یې دې ته هم نه پرېښودل –

د یادونې ده چې پاکستان تحریک انصاف صوبايي صدر او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر په لاهور کې د خپل ګوند مشر عمران خان سره له لیدو وروسته بیان ورکړی وو چې په پنځم جون به نوي وزیران سوګند پورته کوي. خو د سرچینو له مخې د جماعت اسلامي او تحریک انصاف مشرانو یوه غونډه د پښتونخوا د وزیراعلی به کور کې وشوه ، خو د وزارتونو په تقسیم هېڅ یوه حتمی پرېکړه ونه شوه ـ
XS
SM
MD
LG