د لاسرسي ځای

تازه خبر

“نواز شریف دې پر افغان خاوره راکټي بریدونه ودروي”


د کونړ د مدني ټولنو یو شمیر فعالانو نن (زیارت ورځ) په کابل کې د پاکستاني سفارت مخې مظاهره وکړه او د دې هیواد له نوي وزیر اعظمه یې وغوښتل چې پر افغان خاورې د پاکستان راکټي حملو مخه ونیسي.


دوی د پاکستان سفارت یو پرانستی لیک هم وړاندې کړ او په هغه کې یې له نواز شریف نه غوښتل شوي، چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.

نوازشریف چې ګوند یې د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې ډېرې څوکۍ ګټلي د چارشنبې پر ورځ د پاکستان نوی وزیراعظم وټاکل شو.

د افغانستان دولت وايي، د پاکستان په خاوره کې یې وسلوال مخالفین روزل کیږي او بیا افغانستان ته استول کیږي. خو پاکستان دا تورونه ردوي
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG