د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پخلاینې جدي خطرونه



د پاکستان د انګريزي ژبي ورځپاڼي د خبرېال او څيړونکي زاهد حسين مقاله ته ؛ د خوشالولو جدي خطرونو؛ عنوان ورکړی دی.


ليکوال وايي ځيني خلک په ډرون بريد کې د طالبانو د وژل شوي نائب امير ولي الرحمن په باب وايي، چې نوموړی يو منځلاری کس وو او د خبرو اترو له لارې يې امن غوښت. د ليکوال په وينا داسې ويل د ترهګرۍ په پيښو کې په قرباني شوو خلکو ملنډې وهل دي.

زاهد حسين وايي، ولي الرحمن د يو شمير بريدونو منصوبه جوړونکی وو او په دوه زره نهه کال کې چې کله د پوځ پر مرکز جې ايچ کيو حمله وشوه نو بريد کوونکو د وائرس له لاري له ده څخه هدایات تر لاسه کول.

خبرېال وايي دا خبره هم غلطه ده چې امريکا ولي الرحمن ځکه و ويشتلی چې غوښت يې د طالبانو او حکومت ترمينځ خبرې اترې ناکامه شي.

دده په وينا داسې ويل، د هغو خلکو مرسته کول دي چې غواړي د طالبانو هدفونه مخ په وړاندي يو شي. د زاهد حسين په خبره د طالبانو له لوري د خبرو اترو وړانديز بيرته اخیستل ځکه حيرانونکې خبره نه ده چې دوی له اوله ورځې نه غوښت چې جدي خبرې اترې وشي.

د نوموړي په خبره ځينو ګوندونو د طالبانو د خبرو اترو وړانديز ډير جدي واخیستلی او آن تحريک انصاف او مسلم ليګ نواز په انتخابي مهم کې د خبرو اترو ملاتړ کړی وو.

نواز شريف له ټاکل کيدو سمدستي وروسته خپلو منتخبه غړو ته وويل، چې له طالبان سره خبرې اترې کول يوازينۍ لاره ده.

د ده په خبره د پاکستان نوو مشرانو پر پخواني حکومتونو تور ولګولی چې د خبرو اترو وړانديز يې جدي نه واخستی او دوی دا خبره بيخي له پامه و غورځوله چې وسله والو پا کستان دړې وړې کړی دی.

زاهد حسين پر نواز شريف تنقيد کوي چې د طالبانو د نه خفه کولو لپاره يې د ملاله يوسفزی نوم هم وانخست چې دا ځکه وويشتل شوه چې د طالبانو د يوه پسمانده سوچ مزاحمت يې کولی.

ملاله يوسفزی د خپلي زړورتيا له وجې يوه نړيواله اتله جوړه شوې ده خو د ليکوال په خبره د پاکستان د نوي منتخبه مشرانو لپاره ملاله اتله نه ده.

زاهد حسين بيا د خيبر پښتونخوا له تحريک انصاف سره تعلق لرونکي وزيراعلی پرويز خټک پر هغه خبره تنقيد کوي چې ويلي وو له طالبانو سره يې هېڅ دښمني نشته. د ده په خبره پرويز خټک دا بیان په داسې حال کې ورکړی چې تحريک طالبان پاکستان په څو ورځو کې شپږ حملې کړي دي او په مرکز او صوبه کې په واک کې راغلو ګوندونو د بريدونو مذمت هم کړی نه دی.

د ده په خبره طالبانو سپینول د خيبر پښتونخوا د حکومت لخوا يو ډير خطرناکه مثال قائمول دي. د زاهد حسين په خبره زياته ويره دا ده چې د صوبايې حکومت عملي کاروايي نه کول کيدلی شي طالبانو بيرته راژوندي کړي او له لاسه ورکړل شوې سيمې بيرته قبضه کړي.

د ليکوال په خبره د عوامي نيشنل پارتي پخواني حکومت هم له طالبانو سره خبرې وکړي چې وروسته ناکامه او خطرناکه نتيجې يې ورکړې. دوی چې کوم طالبان خلاص کړل هغه بيرته لاړو او په سوات کې يې په سلګونو کسان ووژل.

زاهد حسين زياتوي تر ټولو خطرناکه خبره داده چې د طالبانو له وجي د پوځ او سياسي مشرانو ترمينځ فاصلې زیاتيدونکي دي.

جنرل کياني په واضحه توګه ويلي دي ، تر څو طالبانو وسلې و نه غورځوي او د حکومت واکمني و نه مني خبرې اترې ورسره نشي کيدلی.

د ده په خبره سياسي مشران داسې تصور ورکوي چې د وسله والو پر ضد جګړه ګواکه يوازي د پوځ جګړه ده او ددوی ورسره هېڅ کار نشته. د ده په وينا د طالبان د غوښتنو فهرست کې د دوی د سوچ شريعت نافذول، د هيواد خارجه پاليسې او ملي امنيتي چوکاټ بدلول شامل دي.

دا شان دوی له سره جمهوريت او د آئين واکمني ردوي. نو ليکوال پوښتنه راپورته کوي چې آيا رياست د طالبانو دغسي شرطونو منلی شي او که نه؟

زاهد حسين پر مخ ليکي، يو دليل دا ورکول کيږي که چرته امريکا په افغانستان کې له طالبانو سره خبرې اترې کولی شي نو ولي يې پاکستان ونکړي. د ده په وينا دا بيخي د ټوکو خبره ده ځکه په حالاتو کې ډير زيات فرق دی دا ځکه چې په پاکستان کې غير ملکيان نشته او نه هم طالبان دلته له غير ملکي پوځيانو سره جګړه کوي.
XS
SM
MD
LG