د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ کي ښځې اسلامي حقوق غواړي


روح الله انوري کونړ

په کونړ کي دیني عالمان وايي ولسي جرګي ته اوس داسي قانون دتصویب لپاره لیږل شوی چې داسلام مقدس دین او افغاني کلتور سره مخالف دی او دوي هیڅکله هم دغه ډول غیري اسلامي قوانین نشي منلی.


د علماو شورا مشر مولوي عبدالرحمن ازادۍ راډیو ته وویل داسلام څخه وړاندي ښځې دخپلو ټولو حقوقو بي برخي وي ،په بازارونو کي دڅارویو په څیر پلورل کیدلې خو کله چې د اسلام مقدس نړۍ ته راغی نو ښځې له ډیرو حقوقو برخمني کړي.

هغه وویل افغانستان اسلامي هیواد دی او دلته به هغه قوانین منل کیږي چې کوم اسلام سره په ټکر کي نه وي.

((دوی په دې مادو کې ویلي چې هرچا دلومړۍ ښځې له خوښي پرته بله ښځه وکړه نو دا باید په شپږ میاشتو اویا دوه کاله بند محکوم شي. نو داکار دقرانکریم څخه ښکاره مخالفت دي. دوی وايي، که چا ښځه په څپیړه ووهله نو سړی به دري یا څلور میاشتي بندی کیږي.موږ شرعیت منلی او کوم حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړي هغه موږ هم ورکوو.))

دکونړ ولایتي شورا غړي میرمن سهیلا بابر وايي افغاني ښځې یوازي دهغو حقوقو غوښتونکي دي چې کوم ورته اسلام ورکړي دی.

((کوم قانون چې په ښځو دتاوتریخوالي دمخنیوي لپاره توشیح یا تصویبږي باید اسلام او مدني قانون سره په تکر کي نه وي .موږ هغه بهرني او غري قوانین نه غواړو چې په افغانستان کي پلي شي ))

په کونړ کي دیني عالمان اوښځې پداسي حال کي ښځو ته داسلامي حقوقو غوښتونکي دي چې ولسي جرګي ته یو داسي قانون تصویب لپاره لیږل شوی چې پکي له یو څخه د ډیرو ودونو منع کول ، د واده د عمر ټآکل اونوري اړوندي مسالي ځاي شوي دي.چې ولسي هم تراوسه نه دی تصویب کړی خو بحثونه پري روان دي .خلک ویره څرګندوي که چیرته یاد قانون تصویب کړی شي نو په هیواد کي دګډوډیو درامنځ ته کیدو سبب شي.
XS
SM
MD
LG