د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې ولې بې ځایه پیسې لګېږي



دوې اوونۍ وړاندې یوه امریکایي هنرمند او یوه افغان رضا کار په کابل کي لس زره ګلابي پوکاڼۍ د سولې فرهنګ خورولو په موخه خلکو ته وویشلې. په دي اړه د خلکو احساسات مختلف ول، د ځینو په نظر دا د سولې فرهنګ پراخیتا لپاره یو ښه ګام وو، خو د نورو په نظر دا هسي د وخت ضایع کول ول.


د هغو کسانو په منځ کي چې وایي، دا کار د وخت ضایع کول وو، یو افغان خبریال هم شامل دی چې خپل نظریات یې په یوه مقاله کې څرګند کړیدي.

د حیرانتیا خبره دا وه چې دغې میرمنې غوښتل په سلګونه بایسکلان وپېري او په کندهار کې یې پر ښځو وویشي چې هغوی له یوه ځایه بل ته په آسانۍ تګ راتګ وکړای شي.
خبریال وایي، په ۲۰۰۶ کال کي چې کله د کابل په طب پوهنځي کي محصل و، یوه ورځ ورته وویل شول چې یوه امریکایي ښځه د یوې مرستندویه موسسې په استازیتوب پوهنتون ته راځي او په افغانستان کي د یوې مهمې پروژې عملې کولو په اړه خبرې کوي.

خبریال لیکي: کله چې امریکایي میرمن پوهنتون ته راغله ، سټيژ ته پورته شوه او د خپلې مهمې پروژې په اړه یي خبرې پیل کړي.

د حیرانتیا خبره دا وه چې دغې میرمنې غوښتل په سلګونه بایسکلان وپېري او په کندهار کې یې پر ښځو وویشي چې هغوی له یوه ځایه بل ته په آسانۍ تګ راتګ وکړای شي.

په تالار کي حاضر زیات شمیر محصلان د امریکایي میرمني په دغه پروګرام سخت په غوسه شول او یو ځوان پښتون محصل پورته شو او دغې میرمنې ته یي وویل، د کندهار ښځې ستاسو بایسکلانو ته اړتیا نه لري، هغوی، ډوډۍ او د چښلو پاکو اوبو ته ضرورت لري.

خبریال زیاتوي، له دي څخه معلومه شوه چې دغې امریکایي میرمنې د افغانستان د شرایطو او ټولنې په اړه هیڅ معلومات نه درلودل او په خاص ډول د کندهار د ښځو په اړه چې په بازار کي هم نه شي ګرځېدلاي.

ځوان خبریال لیکي: هغه بهرنیان چې اصلا د افغانستان د فرهنګ او ټولنې په اړه معلومات نه لري، په تيرو دولسو کالو کي افغانستان ته راغلي او عجیبه پروژې یي له ځان سره راوړې او له افغانانو سره یي مشورې هم نه دي کړي چې دا پروژې په افغانستان کي د عملي کیدو دي او کنه؟

د خبریال په وینا، خیریه موسسي هر کال افغانستان ته په میلونونو ډالر راوړي او په بي ځایه او بې ګټو پروژو لکه د یوې ورځې ورکشاپونو، د بشري حقونو، د ښځو او ماشومانو د حقونو په سیمینارونو او حتا د کاغذي ګوډیانو او لباسونو په نندارتونو یي مصرفوي.

د خبریال په وینا، په افغانستان کي نورې بي ګټې پروژې هم دوام لري چې په زرګونو ډالر په کي لګول کیږي، خو د افغانانو اصلي ستونزو ته په کې هېڅ پام نه دی اړول شوی.

خبریال وړاندي لیکي: ددي ډول بي ګټو پروژو په اړه یي څو ځله د دوستانو په ګډون، له بهرنیانو سره خبرې کړې او هغوي هر ځل له هنر سره په مخالفت تورن کړی دی. دی لیکي: زه د هنر مخالف نه یم ، بلکې په افغانستان کې په بې معنا پروژو کې د پیسو له لګولو سره مخالف یم ، هغه پروژې چې د افغانانو درد پرې نه دوا کیږي.

افغانان امنیت، ښوونځيو، پوهنتونو، روغتونونو، سړکونو، د چښلو پاکو اوبو، ډوډۍ او کار ته اړتیا لري، نه ګلابي رنګه پوکڼیو ته.
XS
SM
MD
LG