افغان حکومت د ملي پوځ یو ډګروال په دي تور نیولی چې په غیر قانونې ډول یې افغان بندیان هغه کس ته حواله کړې چې په میدان ورډګ ولایت کې د امریکا له خاصو ځواکونو سره یې کار کاوه.
په دغه ډګروال تور دی چې افغانان یې شکنجه او وژلې دي.
د افغان حکومت له خوا د یوه جګ پوړې پوځې چارواکي له دغي غیرعادي نیونې څخه څرګندېږي چې کابل حکومت د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې په افغانستان کې هغو کسانو ته د سزا ورکولو اراده کړې چې د دې هیواد په ۱۲ کلنې کورنۍ جګړې کې یې ظلمونه او بې عدالتۍ کړی دي.
د رویترز په باور، کابل حکومت دغه راز هلې ځلې کوې چې وښیې له لویدیځ څخه یې ځان لري کړی او په ۲۰۱۴ م کال کې د بهرنیو عسکرو له وتلو مخکې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.
د روان عیسوي کال په سر کې راپورونه خپاره شوي وو چې د امنیتي ځواکونو له خوا د میدان ورډک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې خلک نیول شوې او یا هم وژل شوی دي.
د همدي مسلې پر سر د افغان حکومت او امریکایي ځواکونو تر منځ تاوتریخوالی راپورته شو.
ولسمشر حامد کرزي له نرخ ولسوالۍ څخه د ټولو بهرنیو عسکرو د وتلو امر صادر کړ.
په کابل کې د افغان حکومت یوه جګ پوړي چارواکي او د نړیوالو سازماونونو دوو تنو مامورینو رویترز آژانس ته وویل:
د افغان پوځ ډګروال منلې چې د نرخ ولسوالۍ یو شمير خلک یې د ذکریا کندهاري په نامه یوه کس ته چې په میدان کي یې د امریکا له خاصو ځواکونو سره کار کاوه، حواله کړی دي.
دغه سړي څو کاله له امریکایي ځواکونو سره په افغانستان کې کار کړی دی.
آژانس زیاتوي، افغان او د نړیوالو سازمانو چارواکي چې د پېښې په اړه تحقیقاتو کې دخیل دي، د مسلې د حساسیت له امله یې د خپلو نومونو له ښودلو څخه ډډه کړي ده.
افغان حکومت کندهاری او په نرخ کې دېره خاص امریکایي ځواکونه د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړی دي.
ځایي اوسېدونکې او چارواکي وایي، کندهاری د جنورۍ میاشتې راهیسې نه دی لیدل شوی او یو شمیر چارواکي وایي، د ده نوم ممکن مستعار وي. دغه راز د نیول شوي ډګروال نوم هم نه دی افشا شوی، د کورنیو غړیو او یا هم مدافع وکیل یې له هغه سره تر اوسه نه دي کتلي.
په کابل کې د امریکا د پوځ یوه جګ پوړي چارواکي رویترز ته وویل، د افغان پوځ د ډګروال له خوا ذکریا کندهاري ته د بندیانو د حواله کولو پر مهال کندهاري په وردګ ولایت کې د امریکا له خاصو ځواکونو سره کار کاوه، خو په پوځ کې یې کومه رسمي رتبه نه درلوده.
افغان چارواکي رویترز ته وویل، د افغان ملي پوځ ډګروال به بندیان کندهاري ته حواله کول او فکر یې کاوه چې نوموړی د امریکا خاصو ځواکونو ته کار کوي او صلاحیت لري چيې له هر بندي څخه تحقیقات وکړي.
دغه افغان چارواکی وایي، دا یو بي مسولیته عمل و او له همدي امله د افغان پوځ ډګروال ونیول شو او دا مهال ور پوښتنې کېږي.
رویترز آژانس لیکي: د مسلې په اړه چې کله د افغانستان دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست څخه وپوښتل شول، هغوي د ډګروال نیول تائید نه کړل.
په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو ویاند ډګرمن تام بریانت د افغان پوځ د ډګروال د نیول کیدو په اړه له خبرو ډډه وکړه، خو دا یې وویل چې د خاصو ځواکونو د ناوړه چلند د ادعاو په اړه جلا څيړنې روانې دي.
روتیرز د افغانستان د دفاع وزارت هغه لیست کتلی چې په نرخ ولسوالۍ کي د نیول شویواتلسو افغانانو نومونه په کې لیکل شوی دي.
په سيمه کې د دریو کسانو مړی میندل شوي وو او دا د هغو لسو کسانو په ډله کې وو چې لادرکه یا تري تم شوي اعلان شوي وو.