د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان نوی حکومت او د ترهګرۍ ستونزه


په ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼه کې د سياسي چارو څېړونکی ډاکټر حسن عسکري رضوي ليکي، د پاکستان د سياسي ګوندونو له پاره اسانه ده چې د انتخاباتي کمپاين پر مهال د امريکا ضد شعارونو په پورته کولو سره د ولس رای تر لاسه کړي، خو په حکومت کې تر راتلو وروسته دغه موضوع ته په خارجه پاليسۍ کې لومړيتوب نه شي ورکولی.


نوموړی ليکوال زياتوي، د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان کولای شي د مسلم ليګ له مشر نواز شريف څخه وغواړي چې د پاکستان هوايي ځواک د ډرون الوتکو د په نښه کولو له پاره وکاروي. په داسې کولو سره به عمران خان نه يوازې خپلو ملاتړو ته سرلوړی شي بلکې خپل تر ټولو غټ سياسي حريف نواز شريف به هم له يوه مشکل سره مخامخ کړي.

په ليکنه کې راغلي، د مسلم ليګ ن ډلې کانديدانو هم په انتخاباتو کې د پيپلز ګوند تېر حکومت په سيمه کې د امريکا د پاليسيو په ملاتړ ګرمولو. که څه هم نواز شريف په دغه هکله په خپلو ويناو کې له احتياطه کار اخيستو، خو د ده د ګوند نورو مشرانو د پاکستان په قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو د له مينځه وړلو او د ترهګرۍ ضد امريکا له جګړې څخه د وتلو غوښتنې کولې.

ځکه نو، د ليکوال په اند، د پاکستان له نوي مرکزي حکومت څخه د امريکايي ډرون الوتکو د راغورځولو د عمران خان غوښتنه داسې بې ځايه هم نه ده. ليکوال زياتوي، د تېرو انتخاباتو پر مهال د مسلم ليګ ځينې غړي داسې هم ول چې د ډرون بريدونو په اړه يې دريځ د پيپلز ګوند د تېر حکومت هغې ته ورته و او د عمران خان غوښتنې يې ردولې.

په ليکنه کې د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير پرويز خټک، چې د پآکستان تحريک انصاف نه دی، د دغه صوبې د اسمبلۍ غونډې ته کړې هغه خبره راخيستل شوې چې ويلي يې دي، که د ده ګوند په مرکز کې حکومت جوړ کړی وای نو د ډرون بريدونو په اړه يوه بدله تګ لاره به يې خپله کړ ی وای.

د ليکنې له مخې، دا به وکتل شي چې د خيبر پښتونخوا نوی حکومت په صوبه او قبايلي سيمو کې د فعاله ترهګرو پر وړاندې څه ډول چلن خپلوي. آيا پېښور، بنو او د صوبې نور ښارونه د طالبانو له حملو څخه د خوندي کولو له پاره له دوئ سره کومه خاص معامله کوي او که څنګه؟ او يا دا چې په ياده صوبه کې د امن پر ځای کولو په خاطر د طالبانو کومو غوښتنو منلو ته غاړه ږدي؟
کېدلای شي د تحريک انصاف په مشرۍ د خيبر پښتونخوا نوی حکومت د متحده مجلس عمل د تېر حکومت په څېر پاليسي خپله کړي، چې په ترڅ کې يې، د ليکوال له انده، د طالبانو د نفوذ د صوبې بېلا بېلو سيمو ته د غځېدو لار هواره شوه.

په ليکنه کې دوه نور موضوعات هم ياد شوي چې وايي د خيبر پښتونخوا نوی حکومت يې بايد پر وړاندې يوه روښانه دريځ ولري. يو دا چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو اکمالاتي کاروانونه له خيبر پښتونخوا څخه تېريږي او بل دا چې د پاکستاني پوځ سرتيري هم د قبايلي سيمو د عملياتو له پاره د دغه صوبې لارې کاروي.

د مقالې ليکوال ډاکټر رضوي د پاکستان مرکزي حکومت ته وړانديز کوي چې د يوې مضبوطې خارجه پاليسۍ جوړولو له پاره اول بايد د هېواد دننه سياسي او اقتصادي ثبات رامخ ته کړي او د نړۍ له هېوادونو سره سوداګريزې او کلتوري اړيکې ټينګې کړي.

نوموړی زياتوي، په دې خبره پوهېدل ډېر ضروري دي چې د نړۍ خلک پاکستان ته په کوم نظر ګوري او هغه کومې اندېښنې دي چې د دوئ هېوادونه يې د پاکستان په هکله لري.
XS
SM
MD
LG