د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زابل څلورو لېسو ته کتابونه ورکړل شوي دي


کلات - د زابل د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز کې د څلورو لېسو له زده کوونکيو سره د شپږ زره ټوکه درسي کتابونو مرسته شوې ده، په دغه ولايت کې د تعليمي کال له پيل راهيسې زده کوونکي کتابونه نه لري.


د زابل د پوهنې رياست چارواکي وايي، په مشرانو جرګه کې د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون مشر ډاکټر زلمي زابلي د دغه ولايت د څلورو لېسو له زده کوونکيو سره د شپږ زره ټوکه درسي کتابونو مرسته کړې ده.

دوی وايي، زابلي دغه کتابونه په ښار کې اخيستي او بيا يې پر زده کوونکيو ووېشل.
د زابل د پوهنې رييس رحيم الله لودين وايي، د کتابونو د نه شتون ستونزه يې د پوهنې له وزارت سره هم شريکه کړې ده او هغوی ورته کتابونو ځانګړي کړي، خو لا هم تر زابله نه دي رسېدلي.

دی وايي، په زابل کې نه يوازې زده کوونکي پوره درسي کتابونه نه لري، بلکې زيات ښوونځي ودانۍ هم نه لري او دا مهال پکې زده کوونکي سره لمر ته زده کړې کوي.

"له سناتور صاحب زابلي څخه زه ډېره مننه کوم، چې زموږ ستونزو ته په کتو سره يې په مرکز کلات کې د څلورو لېسو لپاره شپږ زره ټوکه کتابونه له بازاره واخيستل. زه هيله لرم چې زموږ د کتابونو ستونزه به له دې سره يو څه حل شي، خو زه خپلو شاګردانو ته ډاډ ورکوم چې له وزارت څخه به هم کتابونه ورته په لنډ وخت کې را ورسېږي."

د زابل ځينې زده کوونکي وايي، د کتابونو نيستۍ سخت ځورولي، خو اوس وايي، کېدای شي دغه کتابونه يې ستونزه ختمه کړي.

دوی وايي، که د پوهنې له وزارت څخه پر وخت کتابونه ورته وه نه رسېږي. ډېری زده کوونکي به په څلور نيمي مياشتۍ ازموينه کې ناکاميابه شي.

"نوم مې عصمت الله دی، د دوولس (د) ټولکي زده کوونکی يم. هغه شاګردان چې يو څه ناوخته راغلي يا يې له نورو سيمو سې پارچې راوړې دي، هغوی خو بېخې کتابونه نه درلودل، مطالعه مو نه شوای کولای، استاد به د کتاب له مخې درس راته ووايه، خو موږ به بيا د کتابونو د نېستۍ له امله بېرته ويلی درس نه شوای تکرارولای. اوس تمه لرو چې ستونزې به مو کمې شي."

"زما نوم خير الله رحمتي دی. موږ سخت خوشحاله يوو، کومې ستونزې چې مو لرلې کېدای شي د دې کتابونو له راکولو سره حل شي."

د زابل زده کوونکي د روان تعليمي کال له پيل راهيسې کتابونه نه لري، تر دې وړاندې هم د دغه ولايت چارواکيو ويلي وو، چې کتابونه يې تر کابله را رسېدلي خو دومره څوک نشته چې اوس يې تر زابله را ورسوي.
XS
SM
MD
LG