د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سره صلیب پر دفتر د حملې پر ضد د معیوبینو لاریون



جلال اباد - د افغانستان په جلال اباد ښار کې په لسګونو تنو معيوبينو د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې د سره صليب په نړيوالې مرستندويه کميټې د ځانمرګي بريد د غندنې تر څنګ د سره صليب له چارواکو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې خپل دفترونه بيرته پرانيزي او له دولت نه يې وغوښتل چې د هغوی د امنيت په ساتلو کې دې فعاله ونډه واخلي.


د تيرې چهارشنبې په ورځ چې په جلال اباد ښار کې د سره صليب په دفتر ځانمرګي بريدګر ننوتي ول، له همغې ورځې وروسته په افغانستان کې سره صليب خپل دفترونه وتړل چې تر اوسه پورې تړلي دي.

په همدې اړه د ننګرهار په لسګونو تنو معيبوبينو د يکشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې يو سوله ييز لاريون وکړ چې له جنګ نه يې په کې د کرکې شعارونه ورکول.

(( موږ نور په خپله خاوره کې جنګ نه غواړو......
ټولو طرفينو ته وايو چې نور زموږ په حال رحم وکړي...........
نور موږ ته معيوبين، يتيمان او کونډې مه پيدا کویء...........
راځیء سوله وکړیء او په يوه ټغر راټول شیء............))

د معيوبينو د اتحادې وياند اميرجان کوټوال د سره صليب له چارواکو غوښتنه وکړه چې خپل دفترونه د اړو کسانو پر مخ پرانيزي او په دولت يې غږ وکړ چې د هغوی د امنيت په ساتلو کې کوټلي ګامونه واخلي.

(( دغه کميټه داسې يوه کميټه ده چې په سياست کې برخه نه لري، څوک چې له جنګ نه متضرره شوي وي له هغوی سره کمک کوي، د مثال په ډول معلولين او معيبوبين دي. دغه دفترونه چې تړل شوي زموږ معلولين له ډيرو ستونزو سره مخ دی، دوی موږ ته مصنوعي پښې جوړوي، لاسونه جوړوي، جرابې راکوي، امساګانې راکوي، ويلچرې راکوي او حتی د روغتيا په برخه کې له موږ سره مرسته کوي. زموږ هيله او ارزو د ولايت له مقام نه دا ده چې دوی دې د هغوی په ساتنه کې کلک تدابير ونيسي او له سره صليب نه مو غوښتنه دا ده چې په جلال اباد کې چې يې کوم دفترونه تړلي دا دې په عاجل ډول خلاص کړي.))

يو بل تن معيوب وايي چې سره صليب يوه بې طرفه کميټه ده چې ټولو جنګ ځپلو ته يو شان خدمت کوي.

(( قاسم يم، د دره نور ولسوالۍ، سره صليب يوه ډيره خيرخوا ټولنه ده، دا هم طالب ته کار کوي، هم مجاهد ته کار کوي او هم دولت ته کار کوي. دا کار نه طالب کړی او نه مسلمان کړی، دا د پاکستان او ايران غلامانو کړی دی.))

د معيوبينو د غوښتنو په وړاندې د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزی وايي چې ولايتي اداره به د مرستندويه ادارو په ساتلو کې بې تفاوته نه پاتې کيږي.

(( ولايتي اداره دې ته ژمنه ده چې د هر ډول نړيوالو مرستندويه ادارو په ځانګړې توګه د سره صليب د نړيوالې مرستندويه ادارې د خونديتوب لپاره امنيتي ادارو ته د خاصو تدابيرو د نيولو لارښوونه وکړي، دوی په هر حالت کې له افغانانو سره بلکې له ښکيلو خواوو سره مرستې کړي دي. بيا هم دوی ته ډاډ ورکوو چې ولايتي اداره به په هر حالت کې د دوی د خونديتوب لپاره هر ډول هڅې وکړي.))

ياده دې وي چې د سره صليب نړيوالې مرستندويه کميټې د افغانستان په اوه لسو ولايتونو کې وروسته له هغې خپل دفترونه وتړل چې د تيرې چهار شنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې په دغه دفتر دوه تنه ځانمرګي بريدګر ورننوتل او يو تن افغان ساتونکی يې ووژلو او يو تن بهرني کارکوونکي يې ژوبل کړو.
XS
SM
MD
LG