اسلام اباد - د پاکستان د قامي اسمبلۍ د سپيکر او ډپټي سپيکر انتخاب د دوشنبې پر ورځ کېږي.
د پاکستان دولتي ټيلي وژن له رپورټ سره سم، مسلم ليګ نواز ګوند سردار اياز صادق، تحريک انصاف ګوند شهريار اپريدی او متحده قامی موومنټ عبدالرشيد ګوډیل د سپيکر څوکۍ له پاره نومولي دي.
همدا راز د جون پر پینځمه به د هیواد د نوي وزيرعظم انتخاب کېږي.
د مسلم ليګ (ن) ډلې پارلېماني کمېټۍ میا نواز شریف، پيپلز ګوند مخدوم امين فهيم او تحريک انصاف مخدوم جاويد هاشمي د وزيراعظم څوکۍ له پاره نومولي دي.
د شنبې پر ورځ د پاکستان قامي، پنجاب او بلوچستان صوبايي اسمبلیو نویو منتخب شوو غړو د خپلو څوکیو سوګند وکړ.
د مې ۱۱ نېټې تر انتخاباتو وروسته د شنبې پر ورځ د پاکستان د نوې قامي اسمبلۍ وړومبۍ غونډه وشوه.
سپيکرې فهميده مرزا د اسمبلۍ له غړو سوګند واخیست.
بلخوا د پنجاب اسمبلۍ په ۳۷۱ غړو کې ۳۶۳ غړو هم د شنبې پر ورځ د خپلو څوکیو لوړه وکړه.
همدا راز، د بلوچستان اسمبلۍ غونډه هم د شنبې پر مازیګر وشوه او ۵۶ غړو سوګند کړی خو د يو ګوند له خوا هم د وزير اعلا څوکۍ له پاره کانديد نه دی نومول شوی.