د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست قلندر ولسوالۍ خلک کلینیک نه لري


خوست - د افغانستان خوست ولایت د قلندر اوسېدونکي د نورو ستونزو تر څنګ د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي شکایت کوي او وايي، یاده ولسوالي د خوست له ښاره لرې پرته ده، په سیمه کې روغتیايي کلینیک نه لري او نه شي کولای، چې په بیړنیو واقعاتو کې خپل ناروغان مرکزي روغتونونو ته ورسوي.


دا ولسوالي، چې اساسي سړک هم نه لري، دې مسلې د سیمې اوسېدونکو روغتیايي ستونزې لا پسې ډېرې کړي دي.

د قلندر ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي خپلې روغتیايي ستونزې داسې په ډاګه کوي:
((هارون یم. موږ کلینیک نه لرو، داسې يې وبوله چې په دوه منده ولسوالۍ کې یو کلینیک لرو، چې د هغې واټن هم [دومره دی لکه زموږ د ولسوالۍ چې له ښاره دی.] کله چې عاجل ناروغ د دوه منده ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته رسوو، په لاره کې ساه ورکړي.

نوم مې ګلاب منګل دی. په قلندر ولسوالۍ کې موږ هیڅ ډول کلینیک نه لرو، کوم کس شته، چې د قلندر په نوم یوه اندازه دوا درمل خپل کور ته راوړي او خرڅوي يې، نه کلینیک لرو او نه په لږه اندازه زموږ روغتیايي ستونزې حل شوي دي. له دولت څخه، له والي صیب څخه او د صحت عامې له رییس صیب څخه مو جدي غوښتنه دا ده چې زموږ مشران د همدې په خاطر دلته راغلي دي، زموږ روغتیايي مشکل دې را حل کړي او موږ ته دې خپل کلینیکونه ساحې ته انتقال کړي.))

په خوست کې د ډاکترانو او روغتیايي کارکونکو د اتحاديې مشر ډاکتر موسا خاورین وايي، چې د قلندر ولسوالۍ په پراخه ساحه کې روغتیايي کلینیک نه شته او د سیمه والو غوښتنې پر ځای دي.

نوموړی په دې اړه د عامې روغتیا ریاست چارواکي په غفلت او ناغېړۍ تورنوي:

((د قلندر د خوست له مرکزه ډېره لرې پرته ولسوالي ده، که دوی هلته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسۍ و نه لري، د دوی ناروغان تلف کېږي او نه شي کولای، چې پر وخت مرکز ته را ورسېږي.))

د خوست ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالی روان وايي، د قلندر ولسوالۍ د خلکو د روغتیايي ستونزو د حل له پاره به خپل ټول امکانات په کار واچوي:

((د قلندر ولسوالۍ اوسېدونکو چې د روغتیايي کلینیک د جوړېدو غوښتنه کړې، د دوی دا غوښتنه اساسي غوښتنه ده، موږ په دې اړه اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې په دې برخه کې جدي [ګامونه واخلي] او د دغه کلینیک پروژه په پلان کې ونیسي، له مرکز سره يې شریکه کړي، داسې یو روغتیايي مرکز جوړ کړي،چې وکولای شي لږ تر لږه په دې محرومه ولسوالۍ کې خلکو ته روغتیايي خدمات عرضه کړي.))

څه موده مخکې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکو هم په یاده ولسوالۍ کې د کلینیک او روغتون له نشتوالي شکایت کاوه او له حلکومتي مسوولینو یې په روغتیايي برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوله.
XS
SM
MD
LG