د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې شپږ وسله وال وژل شوي، وسله نیول شوې


کلات - د زابل سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په ځينو سيمو کې يې د عملياتو او نښتو پر مهال شپږ تنه وسله وال وژلي او دوه نور يې ژوندي نيولي دي. دوی وايي، له نيول شويو وسله والو سره سلګونه کيلو ګرامه چوونکي توکي او ماينونه هم نيول شوي دي.


د زابل سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په دای چوپان، نورک او بابو کلي کې يې د عملياتو او نښتو پر مهال شپږ تنه وسله وال طالبان وژلي، او دوه نور يې ژوندي نيولي دي.

دوی ادعا کوي، چې له وسله والو سره يې سپه کې او درنې وسلې، نهه سوه کليو ګرامه چوونکي او لس ماينونه هم نيولي دي.

د زابل امنيه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونی وايي، د شنبې پر ورځ يې د سرتېرو يوه ډله شملزو ولسوالۍ ته روانه وه، چې د بابو کلي په سيمه کې يې له طالبانو سره نښته شوې او پينځه تنه وسله وال يې وژلي دي.

دی وايي، له وسله والو څخه يې تر نښتې وروسته وسلې هم نيولې دي.

((موږ يو کتار شلمزو ته روان وو، چې په بابو کلي کې طالبانو کمين نيولی وو او جګړه وشوه، په دغه جګړه کې پينځه تنه طالبان وژل شوي. دوه پيکاوې، دوه کلاشنکوفونه او دوه موټر سايکلونه يې ورڅخه نيول شوي دي.))

روغ لېونی زياتوي، پر دې سربېره په نورک سيمه کې افغان سرتېرو عمليات کړي دي، چې په کې دوه تنه وسله وال له ۹۰۰ کيلو ګرامه چوونکو توکو او لسو ماينونو سره نيول شوي دي.

د ده په خبره، له دې سره سره افغان سرتېرو په دای چوپان کې هم له وسله والو سره نښته کړې، چې په کې يو تن وسله وال وژل شوی دی.

دی وايي، په نښتو او عملياتو کې افغان سرتېرو ته ځاني زيان نه دی اوښتی.

تر اوسه پورې لا طالبانو د يوې پېښې په اړه هم څه نه دي ويلي.

وړمه ورځ سيمه ييزو پوليسو هم د زابل د نوبهار او شينکۍ ولسواليو تر منځ په يو نښته کې د شرافت په نامه د وسله والو يو سيمه ييز قومندان وژلی وو.
XS
SM
MD
LG