د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځ اوسپنې څادر، وسله وال او قبایلي سیمې



سرچینه: هفېنګټن پوسټ

د وزیرستان قبایلي سیمه د پاکستان د پوځ له خوا د خپور شوي اوسپنې د څادر شا ته ده.
دې سیمې ته خبریالان بغیر د پوځ له اجازته نه شي داخلېدای نو د سیمې د ولس او دغلته له طالبانو سره د جګړې کیسې پاکستاني چارواکي، کارپوهان او حکومت پلوه میډیا خلکو ته بیانوي.


لیکواله میلیسا روډي لیکي، د پاکستان د افغانستان په اړه د سټراټیژیکي ژورتیا پالیسي په جارحیت ولاړه ده، او د دې پالیسۍ د عملي کولو په زغل کې د انساني ژوند او ریښتیا خیال نه ساتل کیږي.

د وسله والو له خوا د ترهګرۍ هلې ځلې او د پوځ له خوا د بمبارۍ له کبله دا سیمه د خلکو نه ځکه خوشي کول کیږي چې کله د افغانستان نه د نړیوال ایتلاف ځواکونه اوځي نو هم ددې ځايي نه به په افغانستان یرغل کیږي.

په مقاله کې لیکل شوي، د پاکستان له پاره پروپیګنډه کوونکي په امریکا او اروپا کې د کیڼ لاسو تمې ډېر په څرګنده او خوندور انداز پوره کوي.

په کال ۲۰۱۲م کې د کوډ پینک په نوم د یو سازمان پلاوی په دې غرض پاکستان ته راغې چې په جنوبې وزیرستان کې د محسود قبیلې د غړو سره وویني.

دغه پلاوي د پاکستان د کرکټ د پخوانې لوبغاړي او له اوسني سیاستدان عمران خان سره وزیرستان ته نېږدې ټانک ته سفر هم وکړ.

عمران خان ځان د طالبانو د مخالف په توګه ښکاره کوي خو تیر کال يي په یو بیان کې طالبان دې ته مایله کول چې د افغانستان دننه بریدونه اوکړي خو دې خبرې ته يي هیڅ پام اونکړو چې په داسې بریدونو کې اولسي وګړي وژل کیږي.

د طالبانو سره د دوستۍ په بدل کې، د انتخاباتو په موخه د هغه پاکستان تحریک انصاف ګوند ته د کمپاین چلولو ازادي ورکړې شوه خو د سیکولر ګوندونو په غړو باندې د طالبانو له خوا بریدونه اوشو.

د طالبان او انټې طالبان کتاب لیکوالې فرحت تاج مقاله لیکونکي ته ویلي چې په خیبر پختونخوا او قبایلي سیمو کې اولس په ډرون بریدونو خوشاله دي او د کوډ پینک له خوا د محسود قبیلې سره د ملاقات هڅه بې معنې ځکه وه چې د پوځي عملیاتو له کبله د سیمې د خلکو لوې اکثریت په خپل وطن کې بې کوره دي او په ټول هیواد کې خواره واره دي.

په جنوبې وزیرستان کې ډیر لږ د ډرون بریدونه کیږي نو بیا د کوډ پینک غړو ولې خامخا هلته تلل غو ښتل؟

د ټولو نه ډیر د ډرون بریدونه په شمالي وزیرستان کې ترسره شوي نو که چرې ډرون اولسې خلکو ته تاوان رسولې نو باید چې د شمالي وزریرستان خلک هم د محسودو غوندې بې کوره وې خو هغوي نه دي بې کوره شوي.

فرحت تاج لیکوالې ته ویلي، هغه قبایلي مشران چې د طالبانو پر ضد يي احتجاج یا مزاحمت کولو په راروانو میاشتو او کالونو کې په هدفي بریدونو کې اووژل شو. ولې د جنګ مخالفو غورځنګونو له خوا چا هم د وژل شوي قبایلي مشرانو د کورنیو نه پوښتنه اونکړه چې هغوي د طالبانو مزاحمت څنګه کولو، څنګه اووژل شو او دغه کورنۍ د هغوي د وژنې ذمه وار څوک ګڼي؟

میلیسا روډي لیکي، په کال ۲۰۱۰ م کې په پیښور کې د زرو کسانو یوې غونډې د پیښور اعلامیې په نوم یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې د جینکو د تعلیم، ډرون بریدونو او د ترهه ګرۍ د مخ نیوي د هلو ځلو مرسته اوشوه.

لیکواله په پاي کې لیکي ،ـ د کوډ پینک غړو ته ریښتیا نه دي ویل شوې.
XS
SM
MD
LG