د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که مو وفاق کې واک وای امریکا ډرون برید نه شو کولای"


پېښور - د پاکستان تحریک انصاف له خوا نومول شوي پروېز خټک د خيبرپښتونخوا د اعلا وزیر په توګه د خپلې څوکۍ لوړه کړې ده.


د حلف پورته کولو غونډه د جمعې پر ورځ د پېښور ګورنر په ماڼۍ کې وشوه.

د پښتونخوا ګورنر انجینر شوکت الله نوي وزیر اعلا پروېز خټک ته قسم ورکړ.

تر دې مخکې اسمبلۍ ته د وینا پر وخت خټک وویل، د دوی وړومبی کار به په صوبې کې د اداري فساد (درغلۍ) ختمول وي.

دی وايي، د دې له پاره به یو کمېشن (کمېسیون) جوړوي.

خټک وویل، د صوبې تر ټولو لویه مسله نا امني ده: ((په دې هیواد کې تر ټولو لویه مسله د ترهګرۍ ده او هغه موږ یوازې نه شو حلولای. موږ ژمنه کړې وه چې موږ به امن راولو خو په هغه صورت کې که چېرې زموږ حکومت د وفاق په کچ وای. که نن زموږ حکومت په وفاق کې وای نو امریکا پر پاکستان د بې پیلوټه الوتکو حملې کولو همت نه شو کولای.))

په خیبر پښتونخوا کې تحریک انصاف، جماعت اسلامي او قامي وطن ګوند په ګډه حکومت جوړوي.
XS
SM
MD
LG