په پاکستان کې نوی منتخب حکومت د جوړیدو په حال کې دی. په برخه کې د د حکومت په مخکې یو ګواښ له طالبانو سره سوله دي.
د مې په یولسمه چې کله پارلماني انتخابات ترسره شول، نو د مسلم لیګ ( ن) ډلې ډېرې څوکۍ ګټلي دي.
د دې ګوند مشر نوازشریف تر انتخاباتو مخکې دا ویلي و چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اتر پلوي کوي.
چې کله د مې په نهه ویشتمه د پاکستان د طالبانو د تحریک مرستیال مشر ووژل شو، طالبانو تور پورې کړی چې اسلام اباد دوه مخی سیاست کوي، یوه لور ته د دوی کسان وژني او بل لور ته دوی ته د سولې وړاندیز کوي.
د طالبانو مرستیال مشر د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی و، چې د پاکستان حکومت بیا بیا په دې برخه کې اعتراضونه کړې دي چې دا بریدونه دې بند شي.
له طالبانو سره دغه خبرې بیا هم کیدای شي؟ د کرښې پر غاړه اوونیځ بحث خپرونه کې دا مساله عبدالحی کاکړ څیړلې ده، دغه مېلمانه د جماعت اسلامي یو مشر پروفیسر ابراهیم ، د عوامي نیشنل پارټۍ يو مشر میا افتخار وحسین او د سیاسي چارو کارپوه عزیزالله خان دي.
دغه خپرونه دلته اوریدلی شئ:
نښلول
شریک کړئ
د کرښې پرغاړه
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:27:21
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.