د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه:ښځو پوهنتون کې د مبینه درغلو ضد لاریون


د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن لاریون
د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن لاریون

نیازموساخېل،کوټه

د بلوچستان په کوټه کې د تېر زیارت (پنجشنبې پر ورځ) د پښتون ملتپاله زده کوونکیو سازمان،پښتونخوا سټوډنټس آرګنايزېشن د ښځو پوهنتون چارواکیو خلاف لاریون وکړ.


مظاهره چیانو تور لګاوه چې د ښځو پوهنتون کې د مېرټ،انصاف او برابرې له اصولو پرته، نااهله کسانو ته نوکرۍ ور کړل شوې دي.

خو د پوهنتون چارواکيو مشال رېډیو سره په خبرو کې لګول شوي تورونه رد کړل.

د پښتونخوا سټوډنټس آرګناېزېشن مشر کبیر افغان د مظاهرې پر مهال مشال رېډیو ته وویل.

”سرداربهادر خان ښځو پوهنتون د بلوچستان یواځنی پوهنتون دی چې یواځې ښځې زده کوونکې زدکړې په کې کوي او په دې کې د صوبې له لیرې پرتو سیمو نجونې د لوړو زدکړو لپاره راځي،خو له بده مرغه له تېر څه وخت راهیسې دلته د مېرټ او انصاف په خلاف کارونه روان دي او د پوهنتون لوړ رتبه چارواکیو د صوبايي ګورنر په خوښه داسې خلک پر نوکریو لګولي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده او خلک له مېرټ پرته پر کار ګمارل کېږي. د افسوس خبره دا هم ده چې موږ سره کره مالومات شته چې دا خلکو آزموېنه (ټېسټ/انترویو) نه په لیکلي بڼه ورکړې او نه په زباني توګه.باور وکړی. “

کبیر افغان زیاتوي،د نوکریو ورکولو په لړ کې له پوهنتون سره تړلي یو بل مهم اصول ته هم پاملرنه نه ده شوې

” دا پوهنتون د ښځو لپاره دی او دلته به هر څه د دوی د تعلیمي،معاشي او ټولنیزو حقونو لپاره وي، مګر دا څه کسان چې لګول شوي دي،هغوي زیاتره نارینه دي،یاني ته سوچ وکړه،کومې نوکرۍ چې باېد پرې ښځې چارواکې ولګول شي، نارینه وو ته سپارل شوې دي او د دې له وجې په پوهنتون کې ښځو اُستاذانو او زده کوونکو ته یو شمېر ټولنيزې ستونزې را مينځ ته شوې دي.دا پوهنتو جوړ شوی د دغ لپاره وو چې دا به په هره حواله د ښځو لپاره ځانګړی وي، مګر د پوهنتون لوړ رتبه چارواکیو او د صوبې ګورنر دلته هم نارینه وردننه کړي دي او هغه هم د مېرټ او انصاف له ضوابطو پرته٬٬

پر دې مهال یوه بل مظاهره چي جمیل تارڼ مشال راډيو ته وویل:

٫٫موږ دا کیسه نه ده را اخیستې چې په دغه پوهنتون کې بلوڅ څله لګول شوی دی او پښتون څله نه، هزاره څله لګول شوی دی او پنجابی څله نه او یا بیا هغه کس څله نوکري ترلاسه کړې ده،زما وراره څله نه؛بلکې موږ یواځې دا خبره راپورته کړې ده چې په پوهنتون کې هر څه د مېرټ او انصاف نه پرته شوي دي.موږ د دغ په خلاف احتجاج پیل کړی دی او تر هغه وخته به یې جاري ساتو، چې له دا قیسمه ناروا کارونو لاس نه وي پورته کړل شوی٬٬

خو د سردار بهادر خان ښځو پوهنتون ډایرېکټر،ډاکټر محمد رفیق زهري د پي اېس او له لوري لګول شوي تورونه ردوي.

٫٫یو خوا ته خو دغه پروسه د ګورنر او نورو لوړ رتبه غړیو په موجودګي کې د پوهنتون د سېنېټ تر سیوري لاندې ترسره شوې ده او وروسته د پوهنتون یوې ځانګړې کمېټۍ هم د دغې پروسې منظوري ورکړې ده او په دغه کمېټۍ کې د صوبې منلي او باکرداره شخصیات موجودیت لري.بله خبره دا ده چې د پوهنتون په قانون کې داسې هیڅ قیسمه بندیز نشته چې ښځه به چرې پر کار ګمارې.هو!دا بندېز خو واقعي شته چې د پوهنتون مشره ېا واېس چانسلره به ښځه وي او تر پوره پوره هڅې به اُستاذانې هم ښځینه وي،خو نور چې چرې هم ضرورت وي،هلته به د قانون او آیین له اصولو سره سم ښځې او نارینه دواړه پر کار ګمارل کېږي او دا هر څه د پوهنتون په ځانګړې قانون (اېکټ) کې سپا او څرګند لیکل شوي دي٬٬

د پښتونخوا سټوډنټس آرګناېزېشن له اړخه ترسره شوې مظاهره کې اعلان وشو چې دوی به په دغه لړ کې نه یواځي خپل احتجاج ته دوام ور کړي،بلکې د ستونزې نه هوارېدو په صورت کې به د عدالت ته هم ځي.
XS
SM
MD
LG