د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو له پاکستاني سرکار سره خبرې وشلولې


وژل شوی طالب کمندان ولي الرحمن مسود له خپل مشر حکیم الله مسود سره
وژل شوی طالب کمندان ولي الرحمن مسود له خپل مشر حکیم الله مسود سره

مجیب الرحمان انګار

پاکستاني طالبانو له دولت سره د سولې و روغې جوړې خبرو هرډول امکانات رد کړل او ویلي يې دی، چې ډير زر به د خپلو ځوابي بریدونو دایره لاپسې پراخه او ګړندۍ کړي.


د دې ډلې ویاند احسان الله احسان پرون ناوخته مطبوعاتو ته په لیږلي پيغام کې ویلي، چې ددوی مرکزي شورا له دولت سره دخبرو اترو پرځای د خپل وژل شوي مرستیال امیر ولي الرحمان دغچ اخیستو پرېکړه کړې.

د تحریک طالبان پاکستان مرستیال ولي الرحمان وړمه ورځ په شمالي وزیرستان کې د بې پيلوټه الوتکو په یوه برید کې ووژل شو.

وسله والو طالبانو څه موده وړاندې حکومت ته دسولې او روغې جوړې وړاندیز کړی و.

له پخواني ډيپلومات رستم شاه مومند مې وپوښتل، چې پر طالبانو حمله پاکستان نه بلکې امریکا کړې نو ولې يې له اسلام اباد سره دخبرو اترو دروازې وتړلې:
(طالبان په دې باور دي، چې ولي الرحمان د پاکستان په مرسته وژل شوی، دوی وايي که پاکستان د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې له امریکا سره مرسته نه وای کړې نو ولي الرحمان به نه وژل کیده)

رستم شاه مومند وايي طالبان په دې ښه پوهیدلي، چې د پاکستان ملکي حکومت نه یواځې دا چې دپریکړو واک نه لري د پوځ او بې پيلوټه امریکايي الوتکو د حملو مخنیوی هم نه شي کولی.

دچارو یوشمیر څارونکي د ولي الرحمان مرګ د وسله والو طالبانو لپاره یو نه جبرانیدونکی زیان بولي، خو ژورنالیست و ورځپاڼه لیکونکی عقیل یوسفزی بیا په دې باور دی چې دې پيښې یواځې طالبانو ته نه بلکې د پاکستان راتلونکي ملکي حکومت ته هم د پام وړ زیان ورساوه:

(د ولي الرحمان مرګ به پاکستان له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ کړي، یو خو دا چې دسولې خبرو امید ختم شو بل دا چې طالبان به پاکستان کې دننه خپل بریدونه پراخ او ګړندي کړي.
بل مشکل به د حکومت لپاره دا وي چې ځينې مذهبي ګوندونه او مطبوعات به پرې فشار زیات کړي چې نور باید له امریکا سره د بې پيلوټه الوتکو خبره سپينه او مخه يې ونیسي)

طالب ویاند احسان الله احسان په خپل تازه پيغام کې همداراز د پاکستان ملکي و نظامي ادارې د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې له متحدو ایالاتو سره په همکارۍ تورنې کړي او زیاته کړې يې ده، چې په دغسې شرائطو کې دسولې خبرې اترې هیڅ ډول ګټه نه لري.

دمسلم لیګ ګوند مشر نوازشریف چې راتلونکیو څو ورځو کې به د دې هیواد د نوي وزیراعظم په توګه وټاکل شي تل له وسله والو طالبانو سره دخبرو اترو ملاتړ کړی.

عقیل یوسفزی، چې له سواته تر وزیرستانونو پر طالبانو د څو کتابونو لیکوال دی وايي، نوازشریف به بیا هم له طالبانو سره د خبرو اترو هڅې جاري وساتي خو ترڅنګ به يې پر نورو لارو چارو هم غور وکړي:

( نوازشریف به مذاکراتو ته ترجیح ورکړي خو که طالبان بیا هم خبرو ته غاړه کېنږدي نو د نظامي عملیاتو امکانات هم لیدل کیږي، خو د دې هرڅه لپاره د مرکزي حکومت، د خیبرپښتونخوا صوبايي حکومت، آی اېس آی، پوځ او نورې پالیسي جووړونکیو ادارو ترمنځ باید همغږي رامنځته شي کنه نو ښې پایلې به ونه لري)
وسله والو طالبانو تیره فبروري ویلي و چې که نوازشریف، مولانا فضل الرحمان او دجماعت اسلامي ګوند مشر منورحسن د پوځ ضمانت وکړي نو دوی دسولې خبرو ته حاضر دي.

د نوازشریف سیاسي مخالفانو تل دا خبره کړې چې هغه له طالبانو سره خواخوږي لري. همداراز پخپله ده هم په کراتو له دغې ډلې سره دسولې خبرو ملاتړ او نظامي عملیاتو مخالفت کړی.

ښايي نوازشریف به واک ته تر رسیدو وروسته هم تر ډيره خپله پخوانۍ تګلاره پر مخ یوسي خو ګرانه به وي، چې وسله وال طالبان دې پرې باور وکړی او یوارې بیا د خبرو اترو میز ته حاظر شي.
XS
SM
MD
LG