د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانوي ځواکونو په هلمند کې بندیان ساتلي



یو شمیر لویدیځو ورځپاڼو په وورستیو ګڼو کې د بریتانیا د دفاع وزیر فیلیپ هاموند څرګندونو ته پام اړولی چې وایي، یو شمیر افغانان په هلمند ولایت کې د دوی په زندان کې بندیان دي.


نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلې، د بریتانیا دفاع وزیر تائید کړه چې ۹۰ تنه افغانان د انګلیسي ځواکونو په بند کې دي، خو دا خبره یې بي اساسه وبلله چې ګوندي په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو زندان د ګوانتنامو زندان ته ورته دی.

ورځپاڼه لیکې: فیلیپ هاموند وویل، چې د انګلیسي ځواکونو په زندان کې د افغان بندیانو شمير ځکه زیات دي چې افغان امنیتي ځواکونو ته د بندیانو انتقال ډېر پیچلي دي.

په خبر پانه کې لیکي دغه راز د افغان بندیانو د مدافع وکیلانو خبرې راخیستي چې وایي، بندیان په غیر قانونې ډول ساتل کېږي.

ورځپاڼه زیاتوي، د بریتانیا د دفاع وزارت او د دې هیواد د حقوقي چارواکو تر منځ اختلافات ښیې چې د بهرنیانو له خوا د افغانستان په داخل کې د افغان بندیانو ساتل او افغان ځواکونو ته د هغوي د انتقال پړاو څومره پیچلې دي.

ورځ پاڼې لیکي په وروستۍ ګڼې کې: په افغانستان کې سیاسي لوری غوره کول تر سرلیک لاندي یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کې یې لیکې: د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې د امریکا د متحده ایالاتو بي طرفې یو ښه اقدام، خو ناممکن دی.

که چېرې د ولسمشر کرزي لپاره یو قوي بدیل ونه میندل شي، دا به ډېره ګرانه وې چې په افغانستان کې وروستۍ پوځې لاسته رواړنې وساتلې شي.

د افغانستان په تيرو انتخاباتو کې د لاس وهنو یادونه کوي او لیکې: دا ځل ممکن په انتخاباتو کې لاس وهنې نورې هم زیاتې شي او دا ځکه چې د ولسمشر ریاست انتخابات له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته تر سره کېږي او نړیوال ځواکونه به ونه کړاي شي چې انتخاباتې حوزې وساتې، په دي توګه به زیاتو درغلیو ته لار هواره شي.

ورځپاڼه وړاندي لیکې، تر ټولو غوره لار داده چې امریکا یو سالم او ښه کس او په بله ژبه یو کس چې ډېر بد نه وي، په ګوته کړي او په انتخاباتو کې د هغه ملاتړ وکړي.

امریکا باید په کابل کې د خپل سفارت او سي آي ای د شرمونکو پیسو له بوجیو څخه کار واخلي او داسې یو کس چې تر یوه حده د افغانستان د خلکو غوښتنې پوره کړې، واک ته ورسوي.
که چیري امریکا په دغه کار کې میدان ته نشي، او افغانانو ته د پریکړې امکان برابر نه کړې، د افغانستان برخه لیک به یو ځل بیا د ولسمشر کرزي حکومت ، جګړه مارانو او فاسدو کسانو ته پرېږدي.

ورځپاڼه د تحلیل په وروستیو کرښو کې لیکې، افغانانو ته د خپل هیواد د برخه لیک د ټاکلو حق ورکول یو نیک نیت دی، خو په روانو شرایطو او حالاتو کې نه عملي کېږي.
XS
SM
MD
LG