د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د هند و پاکستان جګړو میدان




وال سټريټ ژورنال لیکي، داسې ښکاري چې له افغانستانه د امریکايي جنګي پوځیانو له وتلو سره به د هند و پاکستان تر منځ کړکېچ بیا تازه شي.


په پاکستان کې په انتخاباتو کې د میا نواز شریف له بري سره اوس اسلام اباد او نوی ډیلی یوه مختصره موقع لري چې اړیکي ښه کړي.

له ۲۰۰۱ز کال راهیسې امریکا په جنوبي اسیا کې یو مهم قوت په توګه کار کړی دی. په افغانستان کې یې له یو لاک زیات پوځیان ساتلي، په پاکستان کې یې د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې عملیات کړي دي، او پاکستان ته یې د پرمختیايي کارونو له پاره په اربونو ډالره مرستې ورکړي دي. امریکا د هند او پاکستان تر منځ د کړکېچ په کمولو کې هم مرسته کړې ده.

وال سټریټ ژورنال لیکي، د ۲۰۰۸ز کال په جولای میاشت کې د حقاني وسله والې ډلې په کابل کې پر هندي سفارت حمله وکړه. په دې حملې کې د سفارت یوه دفاعي اتاشي په ګډون ۵۴ کسان ووژل شول. امریکايي استخبارات تر خپلو څېړنو وروسته دې نتیجې ته ورسېدل چې د پاکستان استخباراتي ادارې آی اېس آی د دې حملې پلان جوړ کړی وو.

تر دې څلور میاشتې وروسته په هندي ښار ممبۍ کې لشکر طیبه وسله والې ډلې حمله وکړه او له ۱۷۰ زیات کسان یې ووژل. دا ډله هم له آی اېس آی سره نېږدې اړیکي لري. په دې حملې کې شریکو ټولو ۱۰ وسله والو روزنه او د برید پلان په پاکستان کې جوړ شوی وو.

وال سټریټ ژورنال لیکي، په ۲۰۱۴ز کال کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو په اړه په هند کې ډېری خلک اندېښمن دي چې که په افغانستان کې طالبان واک تر لاسه کوي نو دا هیواد به د هند پر ضد د ترهګرو ډلو د اډې په توګه وکارول شي.

د دې په غبرګون ښايي هند په افغانستان کې د ازبک، تاجک او ځینو پښتنو پیاوړو ډلو او د ولسمشر حامد کرزي د حکومت غړو ملاتړ زیات کړی دی چې طالبانو ته ماته ورکړل شي.

ورځپاڼه لیکي، په پاکستان کې هم ډېری چارواکي اندېښمن دي چې که امریکا له افغانستانه ووځي نو دا هیواد به بې ثباته شي. په دې صورت کې ښايي پاکستان هم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې په دې هیواد کې د اسلام اباد ملګری یو حکومت جوړ شي.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، له دې حالاتو داسې ښکاري چې افغانستان به د هند و پاکستان او نورو هیوادونو پراکسي جګړو میدان وګرځي.
XS
SM
MD
LG