د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېم کیو اېم اپوزیشن کې کښېني




کراچۍ : متحده قامي مومنټ ګوند په قامي اسمبلۍ او سند اسمبلۍ کې د اپوزیشن په چوکیو د کیناستلو پریکړه کړې ده.


د متحده قامي مومنټ له مرکز ناین زیرو کراچۍ څخه د زیارت یا پنجشنبې په شپه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې په قامي اسمبلۍ کې ډاکټر فاروق ستار او په سند اسمبلۍ کې فیصل سبزواري د دغه ګوند پارلیماني مشران ټاکل شوي دي .

په اعلامیه کې راغلي دي، د دوی ګوند لخوا سردار احمد د سند صوبې د وزیراعلی لپاره، خواجه اظهارالحسن د سپیکر او اسماعیل سوهو د مرستیال سپیکر لپاره نومول شوي دي .

متحده قامي مومنټ په سند صوبه کې د ۴۸ چوکیو په لرلو سره دویم لوی ګوند دی. یاد ګوند په تیر حکومت کې د پیپلز ګوند اتحادي و،خو د اتحاد په دې پنځه کلنه موده کې یاد ګوند پنځه ځله له حکومته وتلې او بیا بیرته په حکومت کې شامل شوي ول.

په راتلونکې کې په حکومت کې د شاملېدو یا نا شاملېدو په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې د یاد ګوند رهنما فیصل سبزواري د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:

((دا خو د راتلونکي وخت خبره ده، خو اوس مهال موږ د سپیکر او مرستیال سپیکر لپاره کاغذونه جمع کړي دي. موږ په مرکز اوصوبه کې له ټولو سیاسي ګوندونو سره ښه اړیکي غواړو او موږ سیاسي انتهاپسند نه یو))

د ایم کیو ایم علاوه مسلیم لیګ فکشنل په سند اسمبلۍ کې ۱۰،مسلیم لیګ ن ۹ او تحریک انصاف ۴ چوکۍ ګټلي دي .

مسلیم لیګ ن او مسلیم لیګ فکشنل د سپیکر لپاره په ګډه د مسلیم ن ډلې رهنما عرفان الله مروت د سپیکر او د مرسیتال سپیکر لپاره د نصرت سحر عباسي کاغذونه جمع کړي دي . دوی دعوه لري چې د تحریک ملاتړ هم دوی ته ترلاسه دی .

څېړونکي وایي، اپوزیشن لیډر د اپوزیشن تر ټولو لوی ګوند څخه ټاکل کېږي او ایم کیو ایم د حزب اختلاف په ګوندونو تر ټولو لوی ګوند دی.

د سیاسي چارو کارپوه قیصر محمود وایي، کیدلی شي چې ایم کیو ایم د څه وخته پورې په اپوزیشن کې د پاتې کیدو روسته بیرته په حکومت کې شامل شي.

((متحده قامي مومنټ تر هغه وخته پورې حکومت کې شاملېدل نه غواړي ترڅو پورې چې په سند صوبه کې د بلدیاتي ټاکنو په اړه واضحه پریکړه نه وي شوي ، پرون د سند صوبې نامزد وزیراعلی اعلان کړی دی چې بلدیاتي انتخابات فی الحال ناشوني دي، له هغه وروستو ایم کیو ایم په اپوزیشن کې د کیناستلو فیصله مخې ته راغله ، ځکه چې ایم کیو ایم بلدیاتي انتخابات غواړي،او دا کار دوی په اپوزیشن کې د کیناستلو له لارې په ښه توګه کولی شي ))

یاده دې وي د سند صوبې اوسني ګورنر عشرت العباد خان د ایم کیو ایم ډلې سره تعلق لري خو د هغه له لوري د خپلې چوکۍ نه ده پریښودل شوې. د ایم کیو ایم ګوند چارواکي وایي د سند صوبې ګورنر د مرکزي حکومت استازی دی او مرکزي حکومت د هغه په چوکۍ د پاتې کیدو او یا د ګوښه کولو واک لري.
XS
SM
MD
LG