د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او افغان طالبان


Afghanistan -- US soldiers blows up a roadside bomb set up by Taliban fighters near the town of Walli Was in PaktiQa province, 04Nov2012
Afghanistan -- US soldiers blows up a roadside bomb set up by Taliban fighters near the town of Walli Was in PaktiQa province, 04Nov2012


د ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼې په اداريه کې ويل شوي چې د امريکا د خارجه چارو وزير جان کيري له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو د وړانديز دفاع کړې ده.


په ليکنه کې راغلي، امريکا له طالب وسله والو سره د جوړ جاړي د خبرو ملاتړ په داسې حال کې کوي چې د تېرې يوې لسيزې د افغانستان په جګړه کې يې ټريليونونه ډالر ولګول او خپل ځواکونه يې قرباني کړل. دا په داسې حال کې هم ده چې ټاکل شوې، امريکايي ځواکونه د راتلونکي کال تر پايه له افغانستانه ووځي.

د ليکنې له مخې، د امريکا دننه هم عامه رایه دا ده چې امريکا څومره ژر وي، په افغانستان کې خپل جنګي ماموريت بايد پای ته ورسوي.

اداريه د امريکا د خارجه وزير جان کيري په حواله وايي چې له افغان طالبانو سره د امريکا لانجه د اسامه بن لادن پر سر وه، چې وژل شوی دی.

اداريه کاږي، امريکا ګڼي چې القاعده ته په افغانستان کې ماتې ورکړل شوې او ځکه نو د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د افغان طالبانو د شريکولو په خبره غور کېدای شي.

په ليکنه کې وړاندې ويل شوي، سربېره د جان کيري پر خوشبينۍ، دا بايد وکتل شي چې د امريکا او افغان طالبانو تر مينځ د خبرو له پاره آيا کوم چوکاټ ټاکل شوی او يا هم په دغه لړ کې کوم شرطونه مخ ته راوړل شوي؟

د بېلګې په توګه، کومې غټې نقطې دي چې خبرې به پرې کيږي او يا دا چې د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته حالت هم په پام کې نيول شوی او که نه؟ آيا طالبان به د افغانستان اوسني اساسي قانون منلو ته غاړه ږدي او په سياست کې د ښځو د ونډې په اړه به کوم دريځ خپلوي؟ آيا طالبان به په کړو وعدو ټينګ پاتې شي او که نه شا ته به يې وغورځوي؟ له دوئ سره په خبرو کې به د غير پښتنو افغان سياستوالو رول څه وي؟ او تر ټولو مهمه پوښتنه دا چې افغان طالبان به له پاکستانيو هغو سره څه ډول اړيکې ولري؟

د ورځپاڼې د اداريې له مخې، پاکستان تحريک طالبان د پاکستان آيين نه مني او غواړي د دغه دولت تخته نسکوره کړي.

اداريه د پاکستاني حکومت او طالبانو تر مينځ تېرو ناکامه شويو خبرو ته په اشاره وايي چې په دغه لړ کې نوې پيل شوې هڅې ښايي له ورته يوه برخه ليک سره مخامخ شي.

په ليکنه کې ويل شوي، دا يوه مستقله ستونزه ده چې د پاکستان حکومت به ورسره لاس او ګرېوان پاته شي.
XS
SM
MD
LG