د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجشیر کې ۶تنه ځانمرګي بریدګر ووژل شول

د پنجشیر امنیتي چارواکي وایې، په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله و الو طالبانو په نننۍ نښته کې یو پولیس او شپږ تنه ځانمرګي بریدګر وژل شوي او څلور پولیس ټپیان دي.


د پنجشیر والي کرام الدین کریم مشال راډيو ته وویل، چې لومړۍ دوو حمله کونکو ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد د ولایت مقام ته نږدې وچول او څلور نور یې له امنیتي ځواکونو سره ونښتل.

د ښاغلي کریم په خبره دې وسله والو مخالفانو له امنیتي ځواکونو سره نیم ساعت مقاومت وکړ.

نوموړي وویل، چې د لومړنیو څیړنو له مخې دا حمله کونکي القاعده شبکې پورې تړلي کسان وو او حمله هم په پاکستان کې پلان شوې وه.

دغه پېښه د چارشنبې سهار هغه مهال و شوه چې یوې شپږ کسیزې مخالفې وسله والې ډلې د پنجشیر ولایت پر مقام ډله ایزه حمله وکړه.

د دې حملې مسولیت وسله والو طالبانو منلی دی.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG