د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې۱۶ تنه وسلوال ووژل شول


نجیب الله الوخیل

د پکتیکا ولایت اړوند د وازېخوا ، سروبي او برمل په ولسوالیو کې په
درېو بیلا بیلو پېښو کې ۱۶ تنه وسلوال، چې بهرني وګړی هم په کې شامل دي وژل شوي دي.


د پکتیکا ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوي خبرپاڼه کې د سیمه ییزو
پولیسو قوماندان عزیز الله کاروان وویل:

(( لومړی پیښه تيره شپه دولس بجې رامنځ ته شوه چې به کې دوه تنه ماین ښخوونکي هغه مهال د خپل ماين چاودنې له امله ووژل شول چې غوښتل يې د پکتيکا ولايت وازېخوا ولسوالۍ د مرجانې امنيتي پوستې او د ولسوالۍ ودانۍ ترمينځ په لويه لار ماین ځای پر ځای کړي)).

بلخوا تيره شپه ناوخته دوه نیمې بجې يو شمېر وسلوالو مخالفينو د پکتیکا
ولايت سروبي ولسوالۍ د اړوند رباط په سیمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې
امنيتي پوستې وسلوال بريد ترسره کړ چې د سيمه ييزو پوليسو له غبرګون سره
مخا مخ شول.

د پکتيکا ولايت د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عزيزالله کاروان په
خبره چې په ياده نښته کې يوولس تنه وسلوال مخالفین وژل شوي دي.

کاروان زياتوي چې د وژل شويو وسلوالو مخالفينو مړي له سيمې لیږدول شوي خو سرتيري يې په لټه کې دي.

په همدې مهال تیره شپه دوه نیمې بجې د پکتيکا ولايت برمل سرحدي ولسوالۍ د تورتنګي په سيمه کې هم د سيمه ييزو پوليسو پر يوه امنيتي پوسته وسلوال بريد شوی چې له امله يې درې تنه وسلوال مخالفين وژل شوي دي چې دوه تنه يې د ډېورنډ کرښې هغې غاړې وزير او يو تن يې د پاکستان د پنجاب ایالت اوسیدونکې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي،چې د دواړو نښتو پر مهال سيمه ييزو پوليسو او يا هم
ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.

د یادو پېښو په اړه کومې وسلوالې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG