د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې کډوال نوې خیمې غواړی



فرهاد شینواری

د جلوزو کډوالو کیمپ کې میشت د خېبر اېجنسۍ بې کوره شوي کډوال وايي چې د دوی خیمې زړې شوې او بارانونو شلولي دي چې دوی یې له ستونځو سره مخامخ کړي دي او غوښتنه کوي چې دوی دې زر تر زره نوې خیمې ورکړل شي.


په جلوزو کډوالو کیمپ کې د باړې نه بې کوره شوب یو تن شکیل آپریدی مشال ریډیو ته وايي چې(( دا مو څلورم کال دی چې دلته دیره شوي یو،او اوس موپه خیمو کې سوري شوي دي او د باران اوبه پکې دننه راځي او هرڅه یې راته لانده کړي،او د خیمو مخې ته پردې مو هم هواګانو وړې دي))

د باړې شلوبر سیمې نه بې کورشه شوی حاجي عبدالحمید وايي چې(( زه په فیز ۳، څلورم بلاک کې میشته یم خیمه مې ورسته شوې ده څو څو وارې مې د کیمپ چارواکو ته عریضه ورکړه خو تر دې دمه ئې راله هیڅ و نه کړل، په سیلۍ او باران کې راته ډير تکلیف وي))

د نوښار په جلوزو کډوالو کیمپ کې میشته د باړې بې کوره شوو خلکو د خیمو د ستونځې په باب مو چې کله د قدرتي آفتونو د نظم صوبايي ادارې (پی ډی ایم اي) کېمپ کو آرډي نیټر خالد خان سره رابطه وکړه نو دوی وویل چې(( دا اوس مو په دې باب یوه غونډه وکړه چې د یو این ایچ سی آر، او داسې نورو نا دولتی ادارو چارواکی هم په کې شامل ول او د خیمو په ستونځه مو په کې خبرې اترې وکړې، او دې کډوالو ته به د نوو خیمو ورکول یقینی کوو،داسې نه ده چې یوازي وعدې ورسره کوو بلکې دا ځل به ورته خا ما خا خیمې ورکوو))

یاده دې وی چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پر ضد پوځي عملیات روان دي او ټول سکولونه،بازارونه او روغتونونه پکې تړلي پراته دي،او په دې وروستیو کې د خیبر په لرې پرته سیمه تیرا کې هم د سلوالو پرضد دغه عملیات پیل شوي دي.

د یادو سیمو خلک د جګړو او پوځی عملیاتو له امله ډیر ځپل شوي دي. په پیښور،نوښار او د خیبر پښتونخوا په داسې نورو برخو کې د کډوالۍ ژوند په تیرولو مجبور دي.
XS
SM
MD
LG