د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه امنیت ساتنې ته پوره چمتو دي




نیو یارک ټایمز ورځپاڼه ليکي په افغانستان کې د جګړې تر یوې لسیزي زیاتې مودې پس امریکایان په روان کال کې په پوره ډول د مرستندویه ځواک رول لوبولو طرف ته روان دي.


په داسې حال کې چې د راتلونکي کال تر آخره به د نړیوالو بهرنیو ځواکونو پوځي مشن سر ته ورسیږي، افغان امنیتي ځواکونه د امنیت چارې په خپل سر د اخیستلو تیاري کوي.

ورځپاڼه ليکي په هیواد کې د پاتې شویو امریکايي یونټو توجه په دې مرکوزه ده چې د افغان امنیتي ځواکونو د تربیت په لړ کې سخت کوښښونه وشي. چې سرتیري، پولیس واله او استخباراتي چارواکي په خپل سر هر څه د سنبالولو جوګه وي.

ورځپاڼه ليکي د امریکايي جنګي ځواکونو د ډلې ځوان پوځیان داسې محسوسوي چې د امریکا د پوځ د یوی ډېرې فعاله مودې پس دوی یواځې په آخره کې د جګړې د راټولولو په پړاو کې ډیوټي تر سره کوي.

د امریکايي پوځ د یو بیټالین مشر میجر ټایلر اینډرسن وايي چې دغو ځوانانو پوځيانو ته وايي چې یوه لسیزه ناوخته پیدا شوي دي. د هغه په خبره په دغه هیواد کې یې رول په تدریجي ډول جوړ شوې دې او پکار ده چې د نږدي پاتې کیدو سره په کې اعتماد پيدا کړو.

نیو یارک ټایمز لیکي په ځمکني ډول د هرې ولسوالۍ حالات جدا وي. ځینې یونټې په خپل سر له طالبانو سره جګړه کولې شي. په نورو ځایونو کې بیا د مشن لپاره د افغان ځواکونو سره د امریکايي پوځيانو مرسته ضروري وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG