د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د لږکیو پر وړاندې چلند خپه کوونکی دی


کرسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه ليکي په تېره لسیزه کې په پاکستان کې میشت د عیسایانو په وړاندې له تشدده ډکو بلوو په هېواد کې د بشري حقونو مبارزان او مذهبي اقلیتونه اندېښمن کړي دي.


ورځپاڼه ليکي دوه میاشتې وړاندې په لاهور کې یوې خونړۍ پيښې پوښتنې راپورته کړي دي چې آيا دغه تشدد له مینځه وړل کیدای شي او که نه؟ او که کیدای شي نو څنګه.

ورځپاڼه څلور کاله مخکې په ګوجره کې د عیسایانو پر ضد د یوی پېښې په حواله سره ليکي چې د پنجاب حکومت په حکم جوړ شوی تحقیقاتي عدالتي رپورټ کې په هاغه وخت کې د پاکستان مسلم لیګ ن ډلې منتخب شوی غړي ذمه وار ګرځول شوي دي.

په دغه رپورټ کې چې د پېښې څلور کاله پس خپور شو، دغه رنګ تشدد د له مینځه وړلو لپاره په پاکستان کې د اسلام د سپکاوي ضد قانون کې د بدلون وړاندیز ورکړل شوی دی.

د رپورټ په خبره د هیواد استخباراتي ادارو ته معلومه وه چې د سپاه صحابه په شان ناقانونه ګرځول شوې ډلې د ورانکارو ډلې منظموي، خو بیا هم انتظاميې په دې لړ کې کوټلي ګامونه پورته نه کړل.

ورځپاڼه ليکي د ګوجره سره نږدی ښار جنګ نه د مدرسې یو شمېر زده کونکي په بسونو کې ورغلل او په لاریونونو کې یې برخه واخیستله. په دغو لاریونونو کې د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند او د سپاه صحابه خطیبانو وینا کوله.

کرسچن ساینس مانیټر لیکي د پنجاب حکومت د ګوجره په بلوو کې سوځول شوي کورونه واپس جوړ کړي دي. چې ځايي عیسایان وايي دغلته حالات واپس سم شوي دي. د ورځپاڼې په خبره که څه هم په یاد رپورټ کې د اسلام د سپکاوي ضد قانون د لغوه ګرځولو نه دي ویل شوي.

خو د مسلمانانو د حفاظت په حق کې ځينې مادې د ویستلو او د جعلي کیسونو حوصله شکني کولو په لړ کې د ګامونو پورته کولو وړاندیز ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG