د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د نوي وزیراعظم لپاره ونومول شو


د مسلم لیګ ن مشر نواز شریف
د مسلم لیګ ن مشر نواز شریف

احمد الله

د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند نواز شریف د وزیراعظم له پاره نامزد کړی دی. د پاکستان له سرکاري راډیو په خپاره شوي یوه خبر کې ویل شوي چې دا پریکړه د اتوار پر ورځ ورځ د مسلم لیګ ن په غونډه کې وشوه. د نواز شریف د نامزدګۍ حتمې منظوري به د نوي اسمبلۍ د غونډې نه وړاندې د پارلیماني پارټۍ په غونډه کې کېږي.


د روانې مياشتې په ١١ مه نېټه شوو ټولټاکنو کې پاکستان مسلم ليګ ن د قامي اسمبلۍ تر ټولو زياتې چوکۍ چې شمېر یې جوړېږي ګټلې دي او د ١٨ آزاد اميدوارانو په مسلم ليګ ن کې د شامليدو ورستو شميره يي ١٤٤ ته ورسيده.

د يوې اندازې مطابق په قامې اسمبلۍ کې د ښځو لپاره مخصوصو ٦٠ چوکو کې به ٣٢ او اقليتونو لپاره مخصوصو ١٠ چوکو کې به ٥ چوکۍ مسلم ليګ ن ته ورکول کيږي چې دا شان به شميره ١٨١ ته ورسي.

د پاکستان د آئين مطابق په مرکز کې حکومت جوړولو لپاره د ١٧٢ چوکو ضرورت وي، چې مسلم ليګ ن ته ترلاسه شوې دي.

د پاکستان مسلم ليګ ن جنرل سيکتر اقبال ظفر جګړا مشال ريډيو ته وويل، چې په مرکز کې په اسانه سره خپل حکومت جوړولی شي خو مسلم ليګ ن د زاتي ګټو نه بلکې قامې مفادو خبره کوي او قامي مفادو په خاطر کې يو ګوند موږ سره اتحاد کول غواړې نو زموږ دروازې خلاصې دي.

که يو طرف ته مسلم ليګ ن په پارلمان کې په يوازې ساده اکثريت ترلاسه کړی دی، خو بيا هم د ملک ځینې وړو ګوندونو د مسلم ليګ ن سره اتحاد کړی دی چې په کې پاکستان مسلم ليګ فنګشنل، پښتونخوا ملي عوامي پارټي، نيشنل پيپلز پارټي او نيشنل پارټي شامله ده او دې څلور واړه ګوندونو د مسلم ليګ ن سره اتحاد ورستو په پارلمان کې د حکومتي غړو شميره ١٩١ ته ورسيده.

د سياسي چارو کارپوه اېمل خټک وايي، چې مسلم ليګ ن مشر ميا نواز شريف دا کوښښ دی چې نور واړه ګوندونه هم له ځان سره ملګري کړي او د پاکستان تحريک انصاف په ګډون پيپلز پارټۍ او ځینې نور ګوندونه که ورسره په حکومت کې شامليږي نه خو چې ورسره خپلې اړيکي ښه وساتې چې ورته په اسمبلۍ کې زيات سخت وخت ورنکړل شي.

د پاکستان سرکاري ټي وي ترمخه نوي منتخب شوي د قامې اسمبلۍ غړي به د جون په ړومبۍ نېټه سوګند پورته کوي.

په دويم جون به د سپيکر او ډیپټي سپيکر لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کېږي او په د جون پر درېیمه نېټه به د سپيکر او ډیپټي سپيکر ټاکنه ترسره کيږي.

د جون پر څلورمه نېټه به د وزيراعظم لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کيږي او پر پینځم جون به وزيراعظم ټاکل کيږي.

د ريډیو پاکستان د ننني خبر له مخې د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ لومړۍ غونډه به د شورو په ورځ کیږي چې په کې به نوي منتخب شوي غړي سوګند پورته کوي .

په دغه غونډه کې به د صوبایې اسمبلې د نوي سپیکر او ډپټي سپکیر د عهدي لپاره کاغذونه هم جمع کېږي.
XS
SM
MD
LG