د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشر کرزي مشر ورور انتخاباتو ته نوماندېزي


محمود کرزی چې د ولسمشرۍ ټاکنو کې یې د خپل ورور قیوم کرزي د نوماندېدو اعلان وکړ
محمود کرزی چې د ولسمشرۍ ټاکنو کې یې د خپل ورور قیوم کرزي د نوماندېدو اعلان وکړ


د قیوم کرزي ولسمشریزو انتخاباتو ته د کاندیدېدو خبر د ده ورور محمود کرزي ورکړی دی. قیوم د افغان ولسمشر حامد کرزي مشر ورور دی.


د افغانستان د اساسي قانون تر مخې حامد کرزی نه شي کولای په درېیم ځل ولسمشریزو انتخاباتو ته ځان ونوموي.

رویټرز خبري اژانس د محمود کرزي له خولې لیکي: ((قیوم به ژر خپل ځان کاندید کړي.))

محمود کرزی وايي، قیوم به د دوی د سیاسي غورځنګ استازیتوب کوي او د ولس د ملاتړ بهیر په نوم ګوند به ورته انتخاباتي کیمپېن کوي. د ولس د ملاتړ بهیر له اوسني ولسمشر حامد کرزي سره هیڅ تړاو نه لري.

رویټرز اژانس لیکي، د قیوم د نوماندۍ په وسیله، د کرزي کورنۍ غواړي په افغانستان کې په سیاسي توګه په واک کې پاتې شي.

پر دې ټوله موضوع لا ولسمشر کرزي او قیوم کرزي څه نه دي ویلي.

په کابل کې مېشت کارپوهان وايي، ښايي ولسمشر کرزی د خپل ورور نوماندۍ ملاتړ وکړي. دوی وايي، کرزی غواړي ضمانت تر لاسه کړي چې د ده واک تر پای ته رسېدو وروسته د اداري فساد یا درغلۍ او بد انتظامۍ له پاره پلټنې و نه شي.

رویټرز خبري اژانس د سیاسي چارو شنونکي احمد سعیدي له خولې لیکي چې کرزی به د خپل ورور قیوم ولسمشریزو انتخاباتو ته د نوماندۍ ملاتړ ځکه وکړي چې هغه به د ولسمشر د کار کتنه و نه کړي.

خو هلته ځینې نور شنونکي دا هم وايي چې ښايي د کورنۍ دننه اختلافات د دې لامل شوي وي چې قیوم د ولسمشر کرزي له ملاتړه پرته انتخاباتو ته نوماند شوی وي.

ولسمشر کرزي د خپل واک په دور کې د کورنۍ له نېږدې غړو سره ښه اړیکي نه دي لرلي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، تېره اوونۍ محمود کرزي په کندهار کې یوې غونډې ته وویل، که قیوم د ولسمشر په توګه منتخب شي نو د اداري فساد پای ته رسول به یې لومړیتوب وي.

محمود ویلي، درغلۍ دوی ټولې نړۍ ته ټیټ سترګي کړي دي.

د شفافیت نړیوالې ادارې له کالنیو رپورټونو سره سم، افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې تر ټولو زیات اداري فساد په کې کېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له اعلان سره سم، د راتلونکي کال د اپرېل پر پینځمه (د راتلونکي کال د وري پر ۱۶مه) په دې هیواد کې ولسمشریز انتخابات کېږي.

په دې ترځ کې د یکشنبې پر ورځ په ټول هیواد کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل شو.
XS
SM
MD
LG