د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د انتخاباتو له پاره نوم لیکنه پیل


خوست - د خوست د ټاکنو دخپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر چارواکي وايي،چې اوسمهال خلک د ولسواکۍ او ټولټاکنو په ارزښت پوۍ شوي او دوی پدې باور دي،چې دا ځل به نه یوازې دخلکو ونډه د کارتونو په اخیستلو کې پراخه وي،بلکې د ټولټاکنو په بهیر کې به هم د پخوا په پرتله ډیره برخه واخلي.


د یکشنبې په ورځ هغه مراسم،چې د ټاکنو د کمیسیون په انګړ کې د نوم لیکنې د بهیر د پیلیدنې په موخه جوړ شوي ول،د یاد کمیسیون مشر عبدالرحمن محبت وویل،چې دا مهال د خلکو سیاسي او ټولنیز شعور لوړ شوی او د خلکو ونډه به د کارتونو په اخیستلو او د رايې کارونې په بهیر کې ډیره وي:

((اوس خلک په ډیموکراسۍ پوه شوي،د رايې په ارزښت پوه شوي دي او موږ نور هم پروګرامونه لرو تر څو خلک د رايې دکارونې په ارزښت وپوهوو. زه پدې باوریم هغه چاچې تر اوسه د انتخاباتو کارتونه ندي اخیستي،هغو به نوي کارتونه تر لاسه کړي.))

د مدني ټولنه فعالې نعت بي بي عمري مشال راډیو سره په خبرو کې له خویندو وغوښتل،چې د رايې اچونې کارتونه دې واخلي او له نارینه وو يې هم هیله وکړه،چې پدې برخه کې له ښځو سره مرسته وکړي:

((نن موږ د انتخاباتو په دفتر کې د ولایت د مشرتابه په شمول راټول شوي یو،پدې ځای کې د مدني ټولنې غړي،مشران او ځوانان دې لپاره سره راغونډ شوي دي، چې په ټول افغانستان کې د نوم لیکنې بهیر پیل شوی دی،د هر چا یو کارت ډیر ارزښت لري،خویندې دې داسې نه وايي چې زموږ په کارتونو څه نه کیږي،ددوی رایه په ټولنه کې مثبت رول لوبولی شي او دوی باید د رايې اچونې کارتونه واخلي،وخت طلايي چانس دی،وخت مه ضایع کوئ،زه تاسو ته وایم،چې خویندو راشئ،دنوم لیکنې په مرکزونو کې ثبت نام وکړئ،خپل کارتونه واخلئ،وروڼو ته مو دا پیشنهاد دی،چې خپلو خویندو ته اجازه ورکړئ،چې دوی کارتونه واخلي او د خپلې خوښي وړ کاندید ته رایه ورکړي.))

د ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر مشر مبارز محمد ځدراڼ،چې د نوم لیکنې د بهیر په پیلیزو مراسمو کې يې برخه درلوده په تیرو ټولټاکنو کې یو شمیر تیروتنو ته په اشارې وویل،چې د نوماندانو له خوا په کمیسیون کې د خپلو کسانو ګمارنه،په کمیسیون کې د حکومتي مامورنیو استخدام او د ټاکنو په باب د خلکو د عامه پوهاوي کمزورې کچې د خلکو باور زیانمن کړی،چې باید دا ځل یادې تیروتنې ښکار نه شي:

((د نور افغانستان په څیر نن په خوست ولایت کې هم خوشبختانه د نوم لیکنې بهیر رسماً او عملاً پیل شو،چې پدې کې د ولایتي ادارې مشرتابه هم ګډون کړی وو،د ټاکنو کمیسیون باید تیر تیروتنو ته په پام سره ډیر ويښ او بیداره واوسي،هغه مامورین چې په دولت کې دندې لري هغوی ته اجازه ورنکړي،چې دوه ځایه کار وکړي،مخکې یوه بله اشتباه داوه چې تیر ځل یو شمیر نوماندانو خپل کسان د جوړجاړي له مخې د ټاکنو کمیسیون ته معرفي کړي وو،چې متاسفانه نن ورځ يې ځینې ولسونه په ټاکنو تقریباً بې باوره کړل،ټاکنو کمیسیون باید خپل تبلیغاتي توکي مرکز پورې محدود ونه ساتي بلکې په بهر کې کلیو،ولسوالیو او بانډو ته ووځي،خلک د رايې په ارزښت وپوهوي.))

د یادونې وړ ده،چې د نوم لیکنې پدې بهیر کې به د هیواد په کچه خواوشا هغه څلور میلیونه کسان،چې د استوګنې سیمو ته يې بدلون ورکړی،یا هغه کسان،چې د ټاکنو تر ورځې د ۱۸ کالنۍ عمر پوره کوي او يايې پخواني کارتونه ورک کړي وي، د رايې اچونې نوي کارتونه تر لاسه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې ولسمشریزو او د ولایتي شوراګانو ګډو ټاکنو ته د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري ۱۶مه نېټه ټاکلې ده.
XS
SM
MD
LG